د پاکستان غوره لیګ له یو شمېر ستونزو سره مخ دی!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوداګریزې سیالۍ چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي او په مرسته یې پاکستان کوښښ کوي په دې هېواد کې یو وار بیا لوبو ته پرمختګ وکړي په تېره نږدې کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د هند او پاکستان تازه کړکیچ او پر یو بل حملو د پاکستان غوره لیګ په بشپړ ډول اغیزمن کړی، ټاکل شوې وه چې ددې سیالیو څخه به یې وروستۍ ۸ سیالۍ د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره شي.

خو اوس؛ چې لاهور ښار د هندوستان سره سرحد لري او ترمنځ یې حالات لا هم ترینګلي دي، د پاکستان کرېکټ بورډ اړ شو په لاهور کې کېدونکې ټولې سیالۍ چې په ۹-۱۰ او ۱۲ مارچ ترسره کېدې لغوه او کراچۍ ته انتقال کړي.

ددې سیالیو ټکټونه له پخوا په بشپړ ډول پېرل شوي وو خو اوس د پاکستان کرېکټ بوډ یو وار بیا اعلان وکړ چې پېرودونکي دې یاد ټکټونه بېرته ورکړي او خپلې پېسې دې ترلاسه او له پېله دې نوي ټکټونه د کراچۍ لوبغالي لپاره ترلاسه کړي.

هغه بهرني لوبغاړي چې غوښتل یې په نه زړه پاکستان ته ولاړ شي د یاد کړکیچ له کبله تګ اوس ته زړه نه ښه کوي، که څه هم څرګنده نه ده کوم لوبغاړي به پاکستان ته سفر وکړي خو تمه ده چې یو شمېر لوبغاړي به پخپل تګ پښیماني ښکاره کړي.

د استرالیا تکړه لوبغاړي شین واټسن پاکستان ته د تګ لپاره تر ۳ لکه ډالرو غوښتنه کړې وه چې د پاکستان حکومت یې غوښتنه هم منلې وه، دا ډول ټول بهرني لوبغاړي د اضافي پیسو په بدل کې پاکستان ته د تګ لپاره چمتو والی ښيي.

په عربي اماراتو کې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پړاو تېره شپه پای ته ورسید، له دې وروسته به د نیمه پایلوبو سربېره ۸ سیالۍ په کراچۍ نیشنل لوبغالي کې ترسره شي.

تر دې دمه کویټه ګلډیئټرز لوبډلې په لومړي مقام ترلاسه کولو پلی آف ته لار موندلې، پشاور زلمي په دویم، اسلام اباد یونایټډ په دریم او کراچي کینګز په څلورم نمبر ده، خو د لاهور او کراچۍ له سیالۍ وروسته به له دواړو څخه د یوه د بهر کېدو پریکړه کیږي.

د یادونې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې چې د پي ایس ایل دویم پړاو نیمه پایلوبه په لاهور لوبغالي کې ترسره کېده د امنیت له کبله د پاکستان حکومت د لاهور ښار مسجدونه، مدرسې، پوهنتونونه، بازارونه او ځانګړې لارې ټولې بندې کړې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د