امريکايي عسکرو په لغمان او ننګرهار کې ۱۱ ولسي وګړي وژلي

:(نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل

په لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د امريکايي عسکرو په ډرون بریدونو او چاپه کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

تيره شپه د لغمان ولايت په باد پښ ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي او همدا راز په ننګرهار ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو چاپه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي.

طالبان وايي چې تيره شپه امريکايي ډرون الوتکو شپږ ځلې د باد پښ ولسوالۍ په ګړوچ سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو بريدونه وکړل چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

بل لور ته د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ اړوند د ګندمک په سيمه کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو  په کورونو د چاپې له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ټول ډرون بريدونه په ولسي وګړو شوي دي چې په وژل شويو کې يې پنځه ميرمنې هم دې.

مجاهد وايي چې ګډو ځواکونو په ننګرهار کې د ولسي وګړو په کورونو د چاپې پر مهال د خلکو له کورونو څخه ځينې قيمتي توکي هم وړي او وروسته يې د ولسي وګړو په کورونو بمبار هم کړی دی چې له امله يې پنځه کورونه نړیدلي او دوه تنه ولسي وګړي يې وژلي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلا بيلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.

په ملکي وګړو د تازه بريدونو او مرګ ژوبلې په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د