د ناټو نوی ملکي استازی: د سولې هڅو کې به خپل وس ونه سپموو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): ناټو په افغانستان کې د ملکي استازي په توګه نېکولاس کي، ټاکلی چې پرون يې خپله دنده رسماً پیل کړه.

د ناټو خبرپاڼې له مخې هغه ویلي، چې افغان ولس روان میلادي کال کې د سولې هیلې لري او دوی به هم خپل وس ونه سپموي.

نیکولاس کی چې تر دې وړاندې په کابل کې د برتانیا د سفیر په توګه هم پاتې شوی، ویلي د سولې د روانې پروسې ملاتړ غواړي او هیله لري چې برخه پکې ولري.

نوموړی د جرمني کارنیلیوس زیمرمن پر ځای ټاکل شوی دی، زیمرمن د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې دا دنده پیل کړې وه.

نیکولاس کی، وړاندې تر دې د جنوبي اسیا په چارو کې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی او همدارنګه په سومالیا کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی هم پاتې شوی دی.

تبصرې (1)

  • ستا خبره كوم اهميت نلرى كومه فيصله چى بادار دى (امريكا) وكره هغه به منى .