افغانستان

د پنجشنبې رخصتي لغوه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): کابل کې په دولتي ادارو کې د پنجشنبې ورځ د رخصتۍ د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی دی، چې راتلونکي لمریز کال سره به تطبیق شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وويلي، د وزیرانو شورا د دې رخصتۍ د لغوې طرحه برابره کړه او د تصویب لپاره کابینې ته استول شوې ده.

حکومت دا طرحه پرون تایید کړې ده او ویل کېږي چې د راتلونکي لمریز کال په پیل کې به عملاً لغوه شي.

کابل کې د جمعې ورځې د رخصتۍ تر څنګ نږدې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ل کال د حامد کرزي په واکمنۍ کې پنجشنبه هم رخصت اعلان شوه.

د وخت حکومت يې علت د کابل ښار د ګڼ ګوڼې او خرابې هوا د مخنیوي هڅه بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدابراهیم

دی پریکړی کی باید ډير دقت شوی وایی، ځکه د یو مامور لپاره دهفتی یوه ورځ رخصتی کفایت نه کوی. کورنی مشکلات، مړی او ژوندی هغه مسایل دی چی د هفتی یوه ورځ کی نه حل کیږی. د بله طرفه د پنجشنبی ورځ نیمه ورځ کار وی، چی په دی ورځ کی مامورین ټول دوه ساعته هم کار نه شی کولای. نو په دی او نورو دلایلو د پنجشنبی ورځ رسمی اعلان کول په عوض ددی چی ګټه ورسوی، که دقیقه محاسبه وشی تاوان به یی زیات اوسی. مننه

جميل

خداى مكره كه همدا مزدور دولت پر قدرت پاته شى هغه نورو منافقو دولتو غوندى به د يهودو شنبه او د عيسويانو يكشنبه رخصتى وى

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x