افغانستان

ستره محکمه: له ښځو سره تاوتریخوالي کې د جنسي تېریو او ځانوژنې په ګډون زرګونه قضيې څېړل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): ستره محکمه وايي په تېرو څلورو کلونو کې يې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې د سلګونو جنسي تېریو او ځانوژنې قضیو په ګډون زرګونه هغو ته رسېدنه کړې ده.

د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان د «ښځو نړۍوالې ورځې» په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، له ۱۳۹۴ل کال راهیسې يې ۷۲۴۶ داسې قضيې څېړلې چې له ښځو سره زور زیاتی پکې شوی دی.

هغه وویل په دې ټولو قضیو کې ډېره برخه يې چې ۹۲۰ قضيې جوړوي یوازې د جنسي تېریو دي، ۱۱۳ نورې د ځان وژنې د هڅې، ۷۲۰ د وهلو ټکولو او ۳۲۰ د وژنو دي.

ایمان وړاندې زیاته کړه د دې تر څنګ ۱۵۴ قضيې د ځورونې، ۸۷ د وهلو او ټپی کېدو او ۴۱ یوازې د ټپي کېدو قضيې دي.

ستره محکمه په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زرګونو قضیو د څېړلو خبر ورکوي، چې د چارو د شنونکو په باور تر دې زیاتې پېښې ښايي په هغو ساحو کې شوې وي چې یا د دولت له واکه وتلې یا يې هم قضيې رسمي شوې نه دي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د ښځو د حقونو په نوم فعالان د سولې اړوند تبصرو کې د ښځو د «حقونو» په برخه کې د «لاسته راوړنو» د ساتنې ټینګار هم کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د پورتنی عکس څخه يی و اټکلوی چی پر دی زاړه چرګ څومره کوټه چرګی را ټولی شوی .
په رسمی مجلسو کی خو دا حتمی ده چی يو چرګ به د يوی چرګی سره څنګ پر څنګ ناست وی ، هر ځای کی چی د دوی د عالمانو؟ مشر آ بل زوړ چرګ (کشاف) ناست وی دواړو اړخو ته يی هرومرو چرګی وی .
کفار راغلی په دی چرګړو ډيموکراسی راولی ههههههه
که اسلامی حدود جاری وای ن ن به مو پتمنی افغانی خوندی د دی بی آبو له خوا داسی عام نه بی آبه کيدلای .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x