«د نويو وکیلانو تر راتګه به د پارلمان دروازه تړلې وې»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې وه، نن له ژمنیو رخصتیو وروسته د پارلمان د بلې دورې پرانیسته وشي، خو اشرف غني د پارلمان پر ځای کونړ ته روان شو.

تېره ورځ د پارلمان ځينو غړو وویل، چې که د ګډحکومت مشر يې پرانیستي ته را نه‌شي دوی به پخپله خپل کاري کال پرانیزي.

تازه هشت صبح د ارګ د یوې سرچينې په حواله وايي چې د نویو وکیلانو تر معرفي پورې به د پارلمان د ودانۍ دروازې تړلې پاتې شي.

دې سرچینې چې د نوم له خپرېدو يې ډده کړې، یادې ورځپاڼې ته ويلي، پارلمان به د نویو وکیلانو په راتګ سره پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې دی چې لا هم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پايلې بشپړې نه دي معلومې شوې او د زړو او ځینو نویو بریاليو وکیلانو برخلیک نا څرګند دی.

د ولسي جرګې د غړو یوه دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ پای ته رسېږي، خو د موجوده پارلمان عمر نږدې اتو کلو ته رسېږي، چې لا يې هم غړي د دوام هیله لري.

د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي ويلي، د دوی دنده هغه وخت پای ته رسېږي، چې نوي وکیلان خپله دنده پیل کړې، تر هغو پورې باید کار ته دوام ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د