
ورځپاڼه: ټرمپ هره ورځ په منځني ډول ۲۲ ځله دروغ وايي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د امریکايي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» له څېړنې سره سم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال ۲۰۱۹ له پيله څخه تر اوسه هره ورځ په منځني ډول ۲۲ ځله دروغ ویلي او یا يې هم غولوونکي بیانونه ورکړي دي.
د ورځپاڼې د مطلب پر اساس ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له پیله تر اوسه (په ۷۷۳ ورځو کې) ۹۰۱۴ دروغ ویلي، چې د وخت په تېریدو سره مخ پر زیاتېدو دي.
د مثال په ډول نوموړي په کال ۲۰۱۸ ز کې هره ورځ ۱۶.۵ ځله دروغ ویلي، خو تر هغه یو کال مخکې په کال ۲۰۱۷ز کې يې شمېر یوازي ۶ ځله و.
د نوموړي د دروغو حساب او کتاب د واشنګټن پوسټ یوه ځانګړې څانګه کوي، چې په عموم کې د معلوماتو د تدقیق دنده پر غاړه لري.
د یادې ورځپاڼې په وینا ټرمپ په عموم کې دروغ د اقتصادي وضعیت، تجارت، وظایفو، پرمختګ، ټکسونو، هجرت، له مکسیک سره د دېوال جوړولو، خپلو کمپایني غونډو کې د شرکت کوونکو د شمېر، روسیې، ناټو او اروپايي اتحادیې سره د اړیکو په اړه وايي.
دا دومره د تعجب وړ خبره نه ده ځکه د امريکا نظام د دجل نظام دی.دروغ او غولول د دوی کسب دی.دوی وايې يو څه او کوي بل څه.په دجالي نظام کي کړني د وينا خلاف وي ،خبري او وعدې ډيري وي خو په عمل کي د هيڅ سره برابر وي.تېرايستنه، رياکاري او درواغ د دې نظام اساس دی.
جناب اشرفي کله چي ويښ وي هري ګړي کي يو دروغ او لس کنځلي واي
داشرف غني په دواغو ۱۳۰ بيچاره هزارګان دبرق دمزي دتيرولو په پلمه خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي