هغه خواړه چې نارینه یې باید په منظم ډول وخوري!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۷ل): د هګۍ ګټې له هیچا پټې نه دي، ویل کیږي چې له ویټامین C پرته هر ډوله ویټامین لري، خو هر ورځ یوه هګۍ خوړل تاسې ته څومره ګټه رسوي؟

د فینلینډ پوهانو ویلي چې د نارینه‌و د غوره روغتیا لپاره هګۍ تر ټولو ښه خواړه دي، له همدې امله دوی په یوه اوونۍ کې لږ تر لږه په منظم ډول د څلورو هګیو خوړلو مشوره ورکوي.

هګۍ بېلا بېلې ګټې لري، د روغتیا متخصصین وایي چې په پرلپسې ډول هګۍ خوړل د شکر ناروغۍ کچه ۳۷سلنه ټيټوي، سربېره پر دې د هغه کولیسترولو کچه چې بدن ته ګټور ثابتیږي او د زړه په پیاوړتیا کې رول لري- لوړوي.

زمونږ زیاتره خلک په دې فکر کې وي چې هګۍ د بدن کولیسترول زیاتوي، خو باید په یاد ولرئ چې بدن د هغه پروټینو چې ټینګوالی ولري کموي (Low-density lipoprotein) او هغه چې نرموالی ولري ټینګوي (High-density lipoprotein) یعنې په توازن یې ساتي- اړتیا لري، لکه څرنګه چې په هګۍ کې موجود کولیسترول د جنسي هرمونونو سره مشابه او ورته دي، له همدې امله هګۍ د جنسي هرمون ماده لوړوي.

همدا ډول پوهان زیاتوي چې د عمر زیاتوالي سره جنسي هرمونونه په کال کې ۲.۱سلنه کمزورې کیږي، د نارینه‌و لپاه ددې هرمونونو په مشخصه کچه ساتل اړین دي، تر څو ددوی جنسي فعالیت او د هډوکو او نورو عضلاتو پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

د پوهانو له نظره هغه خواړه چې د جنسي هرمونونو «Testosterone» (ټسټورسټون) کچې پیاوړولو او توازن ساتلو لپاره اړین دي په لاندې ډول دي:

زنجبیل (ادرک/سونډ)

د علمي څیړنو پایلې تاییدوي چې تر درې میاشتو په منظم ډول د ادرک یا سونډ استعمال د جنسي هورمونونو کچه ۱۷.۷سلنه لوړوي.

هغه خواړه چې زنک یا جست ولري، لکه سورخي غوښه، چرګ، لوبیا او مغز لرونکي خواړه.

انار

علمي څیړنو ثابته کړې چې په منظم ډول د انار خوراک هم د جنسي هرمونونو کچه ۲۴سلنه لوړوي.

هغه خواړه چې مګنیزم ولري، په بدن کې د جنسي هرمونونو کچې ټيټیدل د پوستکي لاندې د وازګې زیاتېدل دي، له همدې کبله د هوږې، لوبیا، دال، شنه سبزي، چاکلیټ او مغز لرونکي خواړه چې ددې عنصر لپاره شتمن خواړه دي- ګټور دي.

له ویټامن D څخه برخمن خواړه

هغه خواړه چې په پراخه کچه ویټامن ډي ولري لکه د خوسي/غوایه ځیګر، ټونا ماهي، سردین ماهي، رنجه ماهي او داسې نور خواړه چې ویټامن ډي ترې ترلاسه کیږي.

د زیتون تېل او پياز

د زیتون تېل د «Luteinizing hormone» هرمون په زیاتوالي کې مرسته کوي، دغه هرمون سره د انسان هګیو (هغه آله چې مني تولیدوي) حجرې په حرکت راولي او د جنسي هرمونونو خوندي ساتلو کې مرسته کوي، همدا ډول د پیازو اوبه هم د انسان سپرم یا مني زیاتولو کې ګټور ثابتیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

ستا سو د معلوماتو څخه ډیره مننه ! که سخته نه وي د لوریني له مخه د هګیو د ډیر تاثیر لپاره د هګیو د پخولو کومه لاره غوره ده او د ماشیني هګیو او کورني هګیو تر مینځ توپیر سته ؟