افغانستان

ننګرهار: په ښوونځي بريد کې درې تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د يو ښوونکي په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ددې ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې په يو ښوونځي د نامعلومو وسله والو په بريد کې د يو ښوونکي او ملازم په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

خوږياڼی وايي چې ياد بريد تيره شپه د ښېوې ولسوالۍ د بډوالي سيمې اړوند د ايسناړۍ په نامه د يو کلي په ښوونځي شوې ده چې په نتيجه کې يې ياد کسان وژل شوي

  نوموړی وايي چې سيمې ته د پيښې د‌ څيړنې لپاره پوليس رسيدلي او پلټنې روانې دي.

د پيښې مسووليت تردې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې وخت ناوخته په ښوونځيو بريدونه کيږي چې حکومتي چارواکي طالبان د ښوونځيو په سوځولو او بريدونو تورنوي خو طالبان وايي چې په ښوونځيو بريدونه او سړځول د دوی کار نه دی.

طالبانو  تر دې وړاندې هم د ښوونځيو د سوځولو په غبرګون کې ويلي وو چې دوی په افغانستان کې د ښوونې او روزنې مخالف نه دي مګر تر خپل واک لاندې سيمو کې د ښوونې او روزنې په بهير کې فعاليت کوي او په دې اړه ځانګړي څارونکي لري.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ټول مکتبونه د طالبانو له لوري څارل کيږي او د ښوونځيو ښوونيز بهير څاري، په داسې حال کې چې د يادو ښوونځيو نصاب او معاش د حکومت له لوري دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

صرف په جنوب لویدیزه ساحه تر ۱۴۱ پوری ښوونځی یا سوزیدلی دی او یا هم باکل بند دی. دا د ښونځیو حالت دی د طالبانو تر واک لاندو سیمو کی. د نجونو لپاره خو باکل ښونځی نشته. ####

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x