افغان مېرمن د ژرندې د دوو پلونو تر منځ!

دادمحمد ناوک

موږ ته دا ټول شرایط ناڅاپي او بې له دې چې حد اقل ذهناً ورته تیار واوسو راوړل شول، پر موږ هر څه وتپل شول او دا هر څه پر پردیو شرایطو او د پردیو فکرونو له لوري طرحه شوي و، کله کله له ملګرو سره په خبرو کې وايم چې موږ د ساده موبایل د استعمال اخلاق نه لرل، خو حاکم وضعیت کمره لرونکی موبایل له انټرنیټ سره یو ځای راکړ، بیا نو د دې پر ځای چې موږ هم پرې نړۍ یو کور تصور کړو، اړيکي ټینګې کړو او فکرونه تبادله کړو، په کلیو کې مو په پېغلو پسې کمرې ونیولې، ټولنیزو قیوداتو همدا ویډیو کوونکي محکوم کړل او خبره تر وژونو ورسیده.

د دې شرایطو په چتر کې یو هم د ښځې لپاره «نارې» وې؛ نارې ځکه وې چې کار هغومره ورته ونه شو، لکه څومره چې يې شعاري رنګ او لګښت ډېر و، حتی امریکا د یرغل د پلمو په ډله کې یوه دا هم ګڼله چې دلته مېرمنې سره «نا انصافي» کېږي او د دې نا انصافۍ معیار يې هم د خپلو شرایطو او ارزښتونو په رڼا کې و، خو ټولنه زموږ او مېرمنه هم زموږ وه!

دې تفاوت فاصله را پیدا کړه، غرب او غرب‌ځپلو فکر وکړ چې که دلته د لوېديځو مېرمنو لپاره جوړ کړل شوي شرایط او د هغوی وضعیت کټ مټ را کاپي او تطبیق شي نو په ناڅاپي ډول به له توقع ډېر په دې برخه کې پرمختګ شوی وي، دا ټولنه چې د ښځې په یو پړوني يې د امان الله ټوله واکمني اور ته ونیوله، دوی ښځه لوڅ‌مخې له نږدې دېرش کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له یو نارینه سره څنګ په څنګ په بېلابېلو نومونو کېنوله، دا خلک چې په سر کې يې لوېدیځوال، د لوېدیځ فکر ځپلي او پخواني کمونیستي روحيې زمول کړي را ټول و، بې له دې چې اوسنی نسل مطالعه کړي او په افغانستان کي وروستي تحولات په پام کې ونیسي، د خپلو زړو بابولالو لپاره يې د امریکا پیسې او زور ښه فرصت وباله.

هغه ځوانان او پېغلې چې د یوبل لونګی او ټیکري ته به پیریانو نیول، نن د درس، اداري کار، پرمختګ او نورو نومونو په نامه په خلوت کې څنګ په څنګ او ښه سینګار شوي کېنول شول، دې وضعیت خبره تر دې اندازې ورسوله، چې یوازې په دې تېرو څلورو کلونو کې سترې محکمې ۹۲۰قضيې د جنسي تېريو او ۱۵۴ نورې د جنسي ځورونو ثبت وڅېړلې، ښايي ځینې استدلال وکړي چې د دې پېښو علت یوازې ګډ کار نه دی، سمه ده، خو دا پېښې په هغو ځایونو کې شوي چې دولت حاکم دی او ان خلک یې دا جرئت لري چې دا ناموسي قضيې رسمي کړي، هغه څه چې په کلیو کې تېر شوي یا يې هم قضيې رسمي شوې نه وې ښايي تر دې هم زیات وي، د دې تر څنګ تقریباً درې کاله وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ښځو د ورځې په مناسبت اعتراف وکړ چې دولتي ادارو کې ښځې له جنسي ځور سره مخ دي. (تاسې يې انټرنیټي پاڼو کې اوس هم خبر موندلی شئ!)

شرایطو افغان مېرمن د رسنیو د شور ښکار کړه، د ټولنې، تاریخ، ثقافت او حتی جغرافيې په پام کې له نیولو پرته يې د باندې را وایسته، د دې تر څنګ يې ورته ډاډ ورکړ، چې ته پخپله د ځان لپاره بېخې کافي يې او په هره برخه کې تر نر لا وړاندې هم تللی شې، دې ډاډ ښځه ډاډمنه کړه، درس يې ولوست، دا چې درس يې په څنګه فضا کې ولوست، بېل بحث دی، یوازې کابل پوهنتون کې د وړم کال هغې پېښې چې د زهرا په نوم یوې محصلې د مونوګراف په ناندریو کې ځان وواژه، ناویلې يې په انټرنیټي نړۍ کې را برسېره کړې، خو بالاخره افغان ښځه فارغه شوه او د کار په لټه کې يې اسناد په لاس دراوزې وټکولې، خو دوی پخپله اعتراف وکړ چې تر اسنادو ډېر باډۍ، د سترګو او لاسونو حرکاتو او جسم ته کتل کېږي، دا ولې؟ ځکه چې د ښځې او نر ګډ کار ته نه شرایط برابر و، نه نارینه ذهناً اماده و، نه ښځه روحاً تیاره وه!

افغان مېرمن ته څه پکار دي؟

دا واضح خبره ده چې که اسلامي تاریخ مطالعه کړل شي، ښځې د دې لوی رحمت «اسلام» له راتګ سره نوی موقف، عزت او عظمت پیدا کړ، د صفا او مروا تر منځ منډې یوازې د ښځې «حضرت هاجره رضی الله عنها» یادګار دی، اسلام کې لومړنی انسان چې ایمان يې راوړ، یوه ښځه «حضرت خدیجه رضی الله عنها» وه، لومړنی انسان چې د دې دین لپاره يې اقتصادي همکاري وکړه يوه ښځه «حضرت خدیجه رضی الله عنها» وه، لومړنی انسان چې د دې دین لپاره قرباني شو، یوه ښځه «حضرت سمیه رضی الله عنها» وه، لومړنی انسان چې د دین درېیمه برخه ترې رارسېدلې ده یوه ښځه «حضرت عایشه رضی الله عنها» وه!

تر دې وړاندې ښځه یوازې د ساعت‌تېري وسیله وه، لکه نن چې په غرب کې ښځه کوم حیثیت لري همدا حیثیت تر اسلام وړاندې د ښځې و، خو اوسنی شکل يې یوازې «ماډرن» شکل دی؛ څو ورځې وړاندې مې د «مبارزه» په نوم یوه ویبپاڼه کې مطلب ولوست چې لوېدیځ کې یوه هوټل کې د ژوندیو مېرمنو بربنډو بدنونو کې ډوډۍ ورکول کېږي، د هوټل مالک خوشاله و چې ښه چلېږي او ښځو هم خوښي ښوودله، چې ښې پیسې ورکول کېږي او دا چې ښځه د بربنډو فلمونو په کمپنیو کې کوم حیثیت لري، یو بل دردوونکی باب دی؛ عربي جزیرې، د روم او فارس په واکمنیو کې هم ښځې همدغسې حیثیت درلود، خو اسلام ښځه مور کړه او تر پښو لاندې يې جنت کېښود، اسلام ښځه «ښځه کړه» او د خاوند لپاره يې سکون او ډاډ کړ اسلام ښځه د اسلامي لښکرو ملاتړې، د اسلامي دین فقهیه او حتی د اسلامي واکمنۍ په اوږدو کې ډاډ ورکوونکې او مشاوره کړه!

له دې سترګې نه‌شي پټېدلی چې زموږ ځينو قومي قیوداتو ښځه زمول کړه او دې قیوداتو دا زمینه برابره کړه چې ښځو مو امریکايي سروڼي ته څنې غورځارې کړې، خو انصاف دا نه دی، چې یا يې د ګور کړو یا د کور، خو دا هم انصاف نه دی چې له ګوره او کوره د خلاصون په پلمه يې د لېوانو میدان ته ور ټېل وهو، د ښځې لپاره تر ټولو اشده اړتیا د لوست او زده کړې ده، دا نو د۶ا مانا نه لري چې هرو مرو دي کومه علمي ډګري واخلي، تر څو چې شرایط برابر شوي نه وي، د ښځې او نر تر منځ د بلا تشبه د «لېوه او وزې» په ډول اړیکه له منځه نه وي تللی، اسلام حاکم نه وي، نارینه سترګې ښکته نه وي اچولې او ښځې حتی د پښو ګونګري غورځولي او محجوبه شوې نه وې، د باندې راوتل يې یوازې د کورنۍ د تخریب او د ښځې له ډانډس کېدو پرته بله مانا نه لري.
کابل – ۱۳۹۷-۱۲-۱۵

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د