افغانستان

پمپیو د طالبانو سره د خبرو په اړه تناقض کې راغی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ویلي چې غواړي په دغو مذاکراتو کې خپله ګډون وکړي، خو نوموړي په خپلو خبرو کې طالبان «تروریستان» وبلل.

امریکا طالبان د تروریستي ډلې په توګه نه پيژني، خو نوموړي د امریکا په یوه ایالت «آیوا» کې وړمه ورځ یوې ډلې محصلینو ته د وینا پر مهال وویل: « زه یو ټیم لرم چې همدا اوس د طالبان «تروریستانو» سره په مذاکراتو بوخت دي».

د طالبانو په اړه د پمپیو خبرو د نوموړي وزارت په حرج کې واچوی او ویاند یې رابرټ پالادینو خبریالانو ته لاځوابه شو.
تېره ورځ چې کله د نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د څرګندونو په اړه څ وايي، نوموړي وویل: «د وزیر خبرې واضحې دي، زه تر دې وړاندي نشم تلای».

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم پمپیو هغه وخت په تناقض کې واقع شو کله چې يې طالبان له یوه اړخه تروریستان وبلل او له بله اړخه یې په شخصي توګه د ګډون هیله څرګنده کړه.

پمپیو ویلي وه چې هیله لري سفیر یې خلیلزاد په دغه خبرو کې پرمختګ وکړي او سیمې ته د سفر پر مهال په خپله شخصا ګډون په کښي وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «پالادینو» په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه وویل چې «هغه ښه روان دي، خو اوس هم ډیر څه شته چې باید په اړه یې بحث وشي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا په قطر کې مذاکرات پر څلورو موضوعګانو څرخیږي، د ترویزم پر ضد مبارزه، د بهرنیو ځواکونو وتل، بین الافغاني تفاهم او اوربند.

بلخوا د امریکايي ټیم مشر خلیلزاد هم په خپل ټویټر کې ویلي چې ټیم یې خبرو ته ادامه ورکوي او د ټولو سیمه ییزو هیوادونو څخه یې د سولې په برخه کې د ملاتړ هیله څرګنده کړې ده.

باید وویل شي چې نن لسمه ورځ ده چې لا د طالبانو او امریکایانو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې خبرې رواني دي، په داسي حال کې چې دغه خبرو ته ۳ ورځې وخت ټاکل شوی وو او له هغه وروسته به خلیلزاد بیرته واشنګټن ته تلی، خو خبرې تر لسمي ورځې وروسته هم ادامه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه مذاکرات تر وخت پوري محدود نه دي، «د دیپلوماسۍ د اصولو سره سم چیرته چې فرصتونه موندل کیږي، مونږ ورسره ځان عیاروو».

نوموړي په دغو مذاکراتو کې د افغان حکومت د ګډون په اړه هم د څرګندونو څخه ډډه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زه به اسفل سافلینو خبیثانو هر یو بوش، اوباما ، ترمب او نن د بمپو دغه خبره چه طالبان تروریستان یادوی او ځان تری هیر دی یوه ټوقه چه د دوی سره جوړښت او سازش لری درته ووایم او هغه داچه : وایی ، یو لوی مجلس کی یو کس ټیز اچولی وو، هغه ټیزن کوم لوی خان یا ملک وو په هماغه مجلس کی یی ډیر پلویان وو ، پلویانو یی د خان په شمول د هغه ټیز دعوی په بل کوم غریب سړی کړی وه او هر یو د هغه غریب پوری خاندی چه ټیژ یی اچولی ټیز… نور لوستل »

پتنګ

دغه د تروریست نژاد او په تروریسته کورنۍ کې لوی شوی قاطل باید معذرت وغواړي ! په ذات اوحقیقت کې خو دوی د بشر ضد عناصر دي چې په تاریخ کې ټولوته مالوم دي ! څوک چې ددې ناولي ظالم سیاست او کړنو په مخ را پورته کیږي نو هغه دوی تروریستان بولي !! د امریکا خښته په ظلم او زور لګېدلې ده ! که زه د طالبانو پر ځای وی نو ما دسولې خبرې ورسره پرېکولې !! ورشه یو ملک اشغال کړه نوم تروریست پرې کېږده !!

احمدرحيم

دغه خبيث سره هم د غسى بالمثل چلند په کار ده چه مذاکراتو کى برخه ورنه کړى مګر چه د طالبانو څخه نړيوال عذر ونه غواړى ـ

غوربندي

پتنګ صاحب

خبرې مو ټولې پرځای دي خو د مذاکراتو دروازې تړل کله هم زما له نظره مناسبه مشوره نه ده.

عبدالمالک همت

اصلي تروريستان خو تاسي ياست. تاسي امريکايان په ډول ډول دلايلو رښتياني تروريستان،اشغالګران، لوټماران او د قرن قاتلان جوتېږئ. اما طالبان او د دوی ډول ډول ملاتړي افغانان د خپل هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره جنګيږي او د خپلو عقايدو، ارزښتونو، هيواد او خلکو د ننګی او دفاع په لار کي سرونه جاروي، نو آيا د بل پر خاوره په توپ او طياره او ډول ډول جاسوسیو او توطئو تجاوزګر تروريست وي که بې له پوځي ځواک او توپ او طيارو د خپل هيواد د آزادۍ د لاري ملي مبارزين؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x