خبرتیاوی او پیغامونهپښتو کتابونه

د «ننګ نغمې» شعري ټولګه له چاپه راووته

د ځوان او تکړه شاعر «محمد طارق حارث» لومړۍ شعري ټولګه له چاپه راووته.

د غه ټولګه چې شاعر ورباندې د «ننګ نغمې» نوم اېښې، د صافي خپرندويې ټولنې له لوري د ۱۱۰۰ ټوکونو په تعداد له ښکلي کاغذ او زړه راښکونکي ډیزاین سره خپره شوې.

یاده شعري ټولګه چې د شاعري ډیره برخه یې د فورم له اړخه غزلونو ته ځانګړې شوې، شاعر پکې خپل پیغام او احساس په ساده خو لوړه هنري ژبه تر لوستونکو رسولی او تر وسه یې د مینوالو د شعرې تندې د خړوبولو هڅه کړې.

مینوال کولای شي یاده شعري ټولګه د کابل او جلال اباد په سترو کتاب پلورنځیو سربېره په پېښور کې له «رشیدیه» او «اشرفیه» کتاب پلورنځیو تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx