افغانستان

سمنګان: شل ولسي وګړي د طالبانو په نامه شکنجه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): په سمنګان ولايت کې امنيتي ځواکونو شل تنه ولسي وګړي د طالبانو په نامه نيولي او شکنجه کړي دي‌.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي په خپله فيسبوک پاڼه يوه انځور خپور کړی او ورسره ليکلي يې دي چې «په سمنگانو ولایت کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان ونیول شول. »

په انځور کې ښودل کيږي چې څو تنه چې د شا له لوري يې لاسونه تړل شوي دي او پړمخې پراته دي او له حالاتو يې معلوميږي چې طالبان نه مګر ولسي وګړي دي.

په انځور کې يو سپين ږيری هم ښودل کيږي چې کوم عسکر ته د ځان د بې ګناهۍ د ثابتولو او خلاصون په اړه زارۍ کوي.

د نصرت رحيمي د ياد پوسټ په تبصرو کې خلکو په دې اړه غبرګونونه ښودلي او د حکومت په دې کار يې نيوکې کړي دي.

د سليمان مومند په نامه يو تن ورته ليکلي دي چې په نيولو او وژلو به يې شل نه کړئ، دا کار شپاړلس کاله امريکايانو هم وکړ خو کومه ګټه يې ونکړه، نور ناحقه جنګ ته تبليغ مه کوئ.

د ابو راشد وردګ په نامه د فيسبوک يو بل کاروونکي ورته ليکلي چې بيا مو د څه شي د لاسپاک لپاره دا بيچاره ګان نيولي او لاستړلي مو پړمخې غورځولي دي؟

وردګ ليکلي دي چې تاسو او خپل خدای مو چې په دې کې درته کوم يو طالب ښکاري، هغه سپين ږيری هم طالب دی؟

بايد وويل شي چې ياد انځور د ملي امنيت له لوري د هلمند ولايت له يو خبر سره هم خپورشوی و او په خبر کې ويل شوي وو چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال انارګل په کور يې چاپه وهلې ده او د وسلو اووه زېرمې يې له منځه وړې دي.


د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې زيات وخت د لرې پرتو سيمو خلک د حکومت له لوري د طالبانو په تور يا نيول کيږي او يا هم وژل کيږي او دا لړۍ لاهم دوام لري.

همدا تيره شپه هم د لغمان په بادپښ او ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې په ډرون بریدونو او چاپو کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x