افغانستانخبرونه

طالبان: د ټاکنو موضوع یوازې له سولې څخه د خلګو د توجه اړولو په موخه کارول کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، ټاکنې د افغانستان راتلونکې نشي ټاکلای او یوازې له سولې څخه د عامه توجه د اړولو په موخه تکرارېږي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپاره شوي مطلب کې راغلي «د کابل رژیم نا اهله چارواکي خپل ټول وخت او انرژي د ټاکنو د بې معنی پروسې، مشورتي جرګې او دې ته ورته بې معنی مسائلو په مطرح کولو صرفوي او هڅه کوي د مذاکراتو له روانې پروسې عامه توجه واړوي».
مطلب وړاندې زیاتوي «د را واردې شوې دموکراسۍ په تیرو اوولسو کلونو کې بیا بیا ثابته شوې ده، چې د اشغال تر سیوري لاندې هغه انتخابات چې د تمویل، څارلو او اجراء ټول واک یې د بهرنیو څارونکو په لاس کې وي او بهرني سفارتونو په کې ټاکوونکی رول لري په هیڅ صورت د اولس اراده نه شي تمثیلولای، بلکې فقط او فقط د پیسو او امکاناتو ضیاع او د اولس له بارونو سره لوبې کول دي»
طالبانو د پارلمان جنجالي او له فساده ډکو ټاکنو ته په اشارې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم ورته بللې «په داسې حال کې چې لا د تېرو په اصطلاح پارلماني ټاکنو پایلې نه دې اعلان شوې، د کابل رژیم سرخېل د انتخاباتي کمیسیونونو په ټاکلو او اعلان سره د یوې بلې بالمثله رسوایۍ او خندنۍ پروسې په مقدماتو لاس پورې کړې دي».
د طالبانو په وینا، اشغال د ټولو ناخوالو مور ده او حقیقي سوله هغه وخت راتلای شي چې بهرنیان نه وي «سلامي امارت په دې باور لري، چې زموږ د هیواد اساسي ستونزه او د جګړو او ناخوالو ستر عامل بهرنی اشغال دی. د دې لپاره چې هیواد له روانو ناخوالو راووځي او مؤمن اولس مو د اسلامي عدالت ترسیوري لاندې د عزت او سرلوړی ژوندی پیل کړي، باید له هر څه وړاندې د اشغال ستونزه حل شي».
په پای کې طالبانو له ولس هیله کړې چې خپل ټول تمرکز دې د اشغال په پای ته رسولو او سوله باندې وکړي «افغان اولس او ټول هغه اشخاص او ډلې چې د خپل مؤمن اولس استقرار او نیکمرغۍ ته تعهد لري باید خپل توجه د اشغال د خاتمې په موضوع را ټوله کړي».
یاده دې وي چې طالبان داسې مهال په ولسمشریزو ټاکنو نیوکه کوي چې، د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، ناکام شوي نوماندان غواړي د ټاکنو ټولې پایلې باطلې اعلان شي او بریالي شوي نوماندان بیا دولت ته ګواښ کوي که پارلمان دروازه ژر د دوی په مخ خلاصه نه کړي دوی به په خپله د پارلمان نوې دوره افتتاح کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x