افغانستانخبرونه

یوناما د ګلبدین حکمتیار د محاکمې غوښتنلیک تر لاسه کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره «یوناما» وايي، داسې لیک یې تر لاسه کړی چې په جنګې جرمونو کې د ښکېلتیا له امله د حزب اسلامي د مشر « ګلبدین حکمتیار» د محاکمې غوښتنه پکې شوې.

د یوناما د راپور په بنسټ، په دغه لیک کې د هغو کورنیو او خلګو لپاره د عدالت غوښتنه شوې چې، د ګلبدین حکمتیار او یا په نوموړي پورې د اړوندو  کسانو له لوري ورته زیان رسیدلی.

د یوناما رئیس، او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي «تدامیچی یاماموتو» هم دا لیک تائیدوي او په اړه یې وايي «چا چې ظلم کړی اړینه ده چې محاکمه شي او له چا سره چې ظلم شوی ، باید انصاف ورته ورسېږي او له خپلو حقوقو محروم نشي».

خو حزب اسلامي بیا دا ډول تورونه ردوي او په جنګي جرائمو کې د حکمتیار ښکېلتیا ورته یوازې یو تور ښکاري، په همدې اړوند د حزب اسلامي مطبوعاتي مسئول «قریب الرحمن سعید» له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل «دا لیک د هغه چا کار دی چې د ګلبدین حکمتیار او د نوموړي د ګوند مقبولیت نشي زغملای».

نوموړي زیاته کړه «دا لیک د داسې کسانو له لوري لیکل شوی چې لاسونه یې د افغانستان د خلګو په وینو سره دي».

یاده دې وي چې ګلبدین حکمتیار د نویمو لسیزو د کورنیو جګړو یو فعال قوماندان وو، چې د ګډ حکومت  له پیل سره جوخت یې د سولې تړون لاسلیک کړ او کابل ته راغئ، د ګډ حکومت دواړو مشرانو د ګلبدین حکمتیار راتګ کابل ته خپله لویه لاسته راوړنه وبلله او د ملګرو ملتونو له امنیت شوراء یې غوښتل څو د نوموړي  نوم د جنګي مجرمینو له نوملړ څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

هو هر چا چې ظلم کړی، هر څوک چي وي او په هر چا او هره ډله چي اړه ولري اړینه ده چې محاکمه سي او له چا سره چې ظلم شوی ، باید انصاف ورته ورسېږي او حقوق يې اعاده سي او مقبوليت او برائت به يې د محاکمې په پرېکړه جوتيږي.

عبدالواحد اڅګزۍ

محترم همت صاحب ستاسومحترم نظر ۱۰۰٪دعمل وړدۍ چه ملک آزاداوخودمختاره وی داخودپرسته اواقتدارفرسته دپردوپه زورناست جنایت کاران اوحکومت پرسته باید حطمی محاکمه سی دوی دخپل اقتداردحصول دپاردملک دملت وینی بی دریغه په پردیو بمباریواواصلحوتویی کړی سیاسری یی کونډی اوماشمان یی یتیمان کړل دالله ترمحاکمی دمخه بایدپه انسانی محکمه کی ترشرعی محاکمی لاندی محاکمه سی .په احترام عبدالواحداڅګزۍ

لونګ

یوناما دی په خپله ځانونه محاکمی ته وسپاری. هغوی چی د ګلم جم په نوم، د شر او فساد په نوم شهرت تر لاسه کړ او هغوی چی دشتی یی د خلکو پر وینو سری کړی، په سلکونو نور یی په کانتینرونو کی دسته جمعی ووژل هغوی ولی نه محاکمه کیږی؟ یوناما دی لکه سپیان غاپی څه به تر لاسه کړی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x