
د سعودي د بهرنيو چارو وزير نن پاکستان ته ځي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر نن پنجشبنه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ځي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلی جبیر به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره ليده کاته وکړي.
دواړه چارواکي به د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د هند او پاکستان ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي په کمولو هم خبرې وکړي.
سعودي رسنيو ليکلي، چې عادل الجبیر د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو په موخه تېره اونۍ اسلام اباد ته سفر پلان کړی و، خو د يو شمېر ستونزو له امله وځنډول شو.
پاکستاني سرچينې وايي، چې ښاغلی جبیر د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له ځانګړي پيغام سره اسلام اباد ته ځي.
ډيپلوماټيکي سرچينې وايي، له پاکستان وروسته به د سعودي د بهرنيو چارو وزیر هند ته هم ولاړ شي.
عادل الجبیر په داسې حال کې هند او پاکستان ته سفر کوي، چې د تېرې فبرورۍ مياشتې په ۱۷ او۱۸مه د سعودي وليعهد له لوپوړي دولتي پلاوي سره اسلام اباد ته سفر کړی و او هلته يې د دوه اړخيزو سياسي اړيکو د پياوړتيا سربېره د ۲۱ ميلياردو ډالرو په ارزښت بېلابېل تړونونه لاسليک کړي وو.
د اسلام اباد له سفر دوه ورځې وروسته نوموړي هند ته هم سفر وکړ او هندي چارواکو سره يې د ۴۵ ميلياردو ډالرو هوکړې لاسليک کړې.
سعودي وزیر ويلي چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی دوی ته هم اندېښنې پيدا کوي او غواړي، چې د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د منځګړيتوب له لارې دغه تاوتريخوالی راکم کړي.