نړۍ

د پاکستان پارلمان په تالار کې د لومړي ځل لپاره په جماعت لمونځ وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن زوی او د پارلمان غړي مولانا اسعد محمود په احتجاجي توګه د لومړي ځل لپاره د پارلمان په تالار کې د ماښام لمونځ په جمعه لمونځ ادا کړ.

درې ورځې وړانددې د پاکستان يوه وزير فيصل واډا ويلي و، چې نعوذ بالله «له الله تعالی وروسته تر ټولو غوره شخصيت عمران خان دی»، چې له امله يې د پارلمان دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.

مولانا اسعد محمود د دغه وزير د لانجمنې بيانيې پر ضد پارلمان کې د قراداد  وړاندې کولو غوښتنه وکړه، خو د پارلمان رئيس اجازه ور نه کړه، چې له امله يې مولانا اسعد محمود او د اپوزيسيون یو شمېر غړو د احتجاج په توګه په جمعه لمونځ وکړ.

د پاکستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې د پارلمان په تالار کې دننه د رئيس څوکۍ ته مخامخ د جمعې لمونځ ترسره کيږي.

مولانا اسعد محمود د پارلماني غونډې پر مهال د پارلمان رئيس اسد  قیصر ته وويل: «له تېرو دوو ورځو راهيسې موږ د فیصل واډا د لانجمنو څرګندونو پر ضد د قراداد غوښتنه کوو، خو تاسې وخت نه راکوئ» او په دغه وخت کې  مولانا اسعد د رئیس له اجازې پرته خپل قراداد ولوست.

د پارلمان رئیس د مولانا اسعد محمود له لوري د بې اجازې قراداد وړاندې کول ناقانونه وبلل او د ماليې وزير اسد عمر ته يې مايک ورکړ.

تر دې وروسته نوموړي د رئیس څوکۍ او دريځ مخته د ماښام لمونځ په جمعه پيل کړ، چې د جمعيت علمای اسلام د غړو سربېره د مسلم ليګ نواز ګوند ځينو غړو هم په کې ګډون کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khan

دوی خو به د جمعې مبارکه ورځ ### ته وړله، چې څنګه یې دا مبارکه ورځ پارلمان ته وړې؟ آیا پاکستانیان مسلمانان دي؟ که مسلمانان وي، نو بیا ولې د روژې په مبارکه میاشت کې په ټول پاکستان کې خلک په عام محضر کې روژه خوري؟ دوی اسرایل دي، په دوی اسرایل هم شرف لري او هغه څوک چې ملاتړ یې کوي، هغه به هم د ## وي.
خان

سیدزرغون شاه آغا

پرلمانځه ولاړ کسان د امام په شمول ۹کسان دی. آیا د پاکستان ټوله پارلمان همدا دی؟

غمی.پښتین

سلامونه او ښی چاری.
د پاکستان پارلمان که هر څرنګه وی.که لومنځ کوی؟ او که یی نه کوی؟
په افغانستان کی خو یی د جهاد په نوم سور اور بل کړی دی،
افغانان خویی په خپل منځ کی ښه سره اچولی دی.

موسی

غمی خانه! پاکستانیان که نور هر څرنګه وي دغه یو کار خو یې په هر صورت د ستاینی ده چې په افغانستان کې یې د ګوډاګی نظام همیشه مخالفت کړی دی
ځکه چې له ګوډاګی سره باید داسی معامله وسی چې د انسان په سترګه خو هیڅکله ورته ونه کتل شی ځکه ناموس فروشی او وطن فروشی هیڅکله انسان چې انسان وی نه یې کوی خو ګوډاګیان دا کار کوی دا اتلس کاله خو یې موږ په خپلو سترګو وینو، ځینی بې ضمیره یې بیا دفاع هم کوی، پر دوی دې ## وی

غمی.پښتین

موسی خان ته
داود خان حکومت هم ګوډاګی دولت وه،؟چه ګلبدین ،مسعود ،ربانی ته یی پناه ورکړه،او توپک یی په اوږه ورکیښودل ،چه ډزوه مسلمانان او افغانان،

غ.حضرت

د انګرېز د بچانو څخه د هری غیر منتظره کړنی توقع یوه عجیبه خبره نده. څوک نه پوهیږی چي د ## فضل الرحمن ## زوی دا لمونځ د خدای لپاره اداء کړ او که د پارلمان د رئيس په وړاندی د احتجاج په ډول؟ بله داچي د پارلمان د رئیس دا خبره چي عمران خان ډېر نېک سړی دی سمه ده ځکه: که څه هم پاکستانی ټول مشران د انګرېز شاکران او چاکران دی خو عمران خان یو سپېشل کس دی ځکه د سیاست په بغل کی ئې د صوفیانو د حلقې د غړیتوب ویاړ هم تر لاسه کړیدی لکه… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x