افغانستان

کندوز؛ قلعه زال کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د کندوز په قلعه زال کې مرکز ته څېرمه پوځي مرکزونه د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي چې درانه تلفات يې اړولي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تېره شپه يې سرتېرو د قلعه زال مرکز ته څېرمه یوې قرارګاه باندې چاپه اچولې، چې تر سهاره يې بشپړه نیولې او ور څېرمه پوستې يې هم ارامې نه دي پرېيښې.

د خبرپاڼې له مخې جګړه کې د قرارګاه قومندان خیرمالي په ګډون ۳۳ عسکر وژل شوي او د قومندان یعقوب په ګډون يې نهه تنه نور ټپیان کړي دي.

د کندوز ځايي چارواکو د دې جګړې په اړه تر اوسه له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي، خو طالبانو د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه شپه هم طالبانو د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلوېښتو شاوخوا عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ، چې ځايي چارواکو هم درنه جګړه ومنله.

تېره ورځ په کونړ کې اشرف غني هم د جګړې د توندېدو یادونه وکړه، خو په وینا يې دا معمول دی چې د سولې له خبرو سره جګړه زور اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom

د دې ظالم وحشي صفته د دولت د ګوډاګیانو سره داسې وړ پکار ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x