
کونړ؛ قومي مخور د اشرف غني سفر مایوسه کړي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني ظاهراً د ولایتي سفرونو په لړ کې کونړ ته ورسید او هلته يې یوې کوچنۍ غونډې ته خبرې وکړي.
د نوموړي د وینا اړوند د جالبو غبرګونونو تر څنګ ځايي قومي مخور او د رسنیو استازي وايي چې نه يې اشرف غني لیدلی او نه يې د دوی وړاندیزونه اورېدلي دي.
د سرکاڼو ولسوالۍ یو تن قومي مشر خان پاچا ازادي راډيو ته ويلي، اشرف غني په دې سفر کې چې په وینا يې «د ټاکنو د کمپاین لپاره و، که د بل مقصد لپاره» خو تاوان يې وکړ او په خبره يې خلک يې خپه کړل.
سرچینه د ډاکټر نظام الدین مالیار له قوله هم لیکلي چې خلکو ستونزې په نښه کړې وې او هیله يې لرله چې محمد اشرف غني ته به يې مخامخ ووايي، خو هیڅ يې سره ونه لیدل.
دلبار باجوړي ويلي، خلکو له ډېره وخته د هغه د سفر هیله لرله او انګېرل يې چې د برښنا بند اړوند به يې پوښتي.
ګوهر ساپی چې د یوې رسنۍ په استازیتو او کارت د اشرف غني د غونډې د پوښښ لپاره ورغلی و، وايي چې د ګڼو رسنیو استازي يې یو ځای کې را ټول او تر هغه يې په انتظار ساتلي و، چې تر څو چورلکې پورته او غني کابل ته وخوځيد.
هغه وايي خبري پوښښ يې یوازې د ارګ د خبرپاڼې په څېر له دې موادو برابر کړ، چې هغه له پلاني او پلاني سره ولیدل، نور نه هغه دوی لیدلي او نه دوی هغه.
په خواله رسنیو کې هغه لاس په لاس کېدونکې ویډیو کې هم خلک ګیلې کوي چې له لرې ولسوالیو راغلي، خو د غونډې تر پایه يې یو مسجد کې انتظار وکړ مګر اشرف غني يې ونه لید.
غني تر دې وړاندې هم د ننګرهار شینوارو ته د سفر پر وخت د خلکو له توند غبرګون سره مخ شو، چې د هغوی د لاریون له امله يې غونډه پای ته ورسید او په بېړه کابل ته راستون شو.
شینوارو کې ځايي قومي مخورو ګیلې کولې چې نوموړي یوازې له اربکي مشرانو سره ولیدل او د خلکو ستونزې يې هیڅ اورېدلې نه دي.
اشرف غني چې د اوبو «مهار» يې له ټاکنیزو منډو ترړو تر اوسه تکراري شعار ګرځېدلی، په کونړ کې د کونړ د سیند تر څنګ دې ولایت ته د وارداتي برښنا را رسولو ژمنه وکړه، چې خواله رسنیو کې د ټوکو تر بریده غبرګونونه درلودلي دي.
په شرمو و شرميژى تاسى قومى لندغران ، د شيطان د ليدو په ارمان واويلاوى او ارمانونه كوى .