افغانستان

ګارډين: افغانستان کې تر ۱۳ میلیونه ډېر خلک په ګېډه ماړه نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): برتانوۍ ورځپاڼې ګارډين افغانستان کې د وروستیو ورښتونو زیانونو ته په اشارې مطلب خپور کړ، چې په عموم کې يې د هېواد پر لوږه او قحطۍ هم تبصره کړې ده.

ورځپاڼه د اوچا، یا هم د ملګرومتلونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د مسؤلینو په حواله لیکي چې افغانستان کې شاوخوا ۱۳نیم میلیونه کسان په ګېده ماړه نه دي او تر درې نیم میلیونه ډېر نور پر همدې وضعیت ور ګډېدونکي دي.

د اوچا مشر ټوبي لنزر وړاندې تر دې په افغانستان کې د سختې لوږې خبر ورکړی و او غږ يې کړی و، چې د مرستو لپاره شواخوا ۶۱۲میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

لنزر ګارډین ته ویلي چې تر اوسه ورته یوازې درې سلنه ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې دی چې ګډ حکومت د واک له پیله په دسترخوان کې د بدلون او اقتصادي پياوړتیا یوازې شعارونه تکرار کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

همدا ستاسو ظالمو كفارو هيله او أرمان و او دى او لا مو هم زره پوره نه دى په يخ شوى ، منافق دوستان او خاين مزدوران خو مو مليونران شول .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x