ټکنالوژي

د نړۍ لومړی الوتونکی موټر سیکل د خرڅلاو لپاره وړاندې شو/ انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکې جیټ پیک (Jetpack) شرکت لخوا چمتو شوی د نړۍ لومړی الوتونکی موټر سیکل چې «دی سپیډر» نوم یې ورکړی وړاندې کړ.

دغه موټر سیکل کې د سټیبلایزر او جایروسکوپ ټکنالوژي استعمال شوې چې د الوتلو پرمهال په اتومات ډول سیده کیږي، او د جیټ ټرباین (Jet turbine) ګازي ماشین په مرسته الوتنه کوي، چې په یوه ساعت کې یې سرعت تر ۱۵۰ میله یا ۲۴۰ کیلو میترو پورې رسیږي او د شلو دقیقو لپاره تر ۱۵ زره فوټو لوړوالي کې الوتنه کولای شي.

دېته د (Vertical Takeoff and Landing (VTOL سورلۍ ویل کیږي، چې د جیټ پيک شرکت ددې پېرلو درخواست وړاندې کړی دی، دغه موټر سیکل د الوتنې لپاره د خاورې تېل، جټ الوتکو او د ډیز تیلو څخه کار اخلي.

Image result for jetpack company the speeder bike

د سپيدر موټر سیکل چمتو کونکي شرکت له ډیرو خواریو او یو شمېر تجربو او ازموینو وروسته په څلورو Turbojet ماشینونو سمبال موټر سیکل وړاندې کړ، وزن یې ۱۰۵ کیلو ګرامه دی او تر ۱۰۹ کیلو ګرامه وزن/پیلوټ د لسو نه تر ۲۲ دقیقو پورته کولای شي (د پيلوټ وزن پورې اړه لري).

ددې چلولو لپاره مخامخ ۱۲ انچه سکرین لګیدلی، چې هر څه یې د لاسونو په واسطه کنترول کیږي، لومړۍ بیه یې ۳ لکه او ۸۰ زره امریکایي ډالره چې ۲۹ ملیونه افغانۍ کیږي ایښودل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx