کابل؛ د ښار لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه برید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار په لوېدیځ کې پر هغه غونډه برید شوی، چې ګډونوال يې د پخواني جګړه مار عبدالعلي مزاري د یاد په پلمه را ټول شوي و.

لومړني راپورونه کاږي چې غونډې ته څېرمه پرلپسې شاوخوا اته چاودنې شوې، چې ګمان کېږي توغول شوي توغندي دي.

دې غونډې ته چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او نورو سیاستوالو په ګډون د حکومت لوړپوړي چارواکي هم ورغلي و، په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي و.

د لومړۍ چاودنې غږ هغه وخت واورېدل شو، چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله مایک ته ودرید او خبرې يې پیل کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پېښې پخلی کړی، خو بشپړ جزییات يې ورکړي نه دي.

پېښه کې د تلفاتو په اړه کره جزییات نشته، خو سیمه کې هغه امبولانسونه ترسترګو کېږي چې ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.

عبدالعلي مزاري د وحدت ګوند بنسټګر، چې د کورنیو جګړو پر مهال له مشهورو جګړه مارو څخه و، په ۱۹۴۶ز کال د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ په نانوای کلي کې وزېږيد او ۱۹۹۵ز کال د کابل چهار اسیاب کې طالبانو ته ژوندی په ګوتو ورغی.

مزاري له کابل څخه کندهار ته لېږدول کېده، چې غزني کې د تېښتې په هڅه کې ښارته څېرمه د ګدامدرانو سیمه کې ووژل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د