افغانستان

کرزی: څومره چې د امریکا د جنګ مخالف یم، دومره د سولې موافق

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د تېر حکومت مشر حامد کرزي ويلي د زلمي خلیلزاد د روانو هڅو تر وروستي حده ملاتړ کوي.

هغه چې د امریکا د پیل کړې جګړې د لومړنیو ملاتړو څخه و، وايي څومره چې د روانې جګړې مخالف دی هماغومره د سولې طرفدار دی.

نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، د زلمي خلیلاد هڅې ستايي او ضمناً يې له طالبانو سره په مسکو کې ګډه ناسته ښه ګام یاد کړ.

کرزي وویل هغه یو مهم ګام و او هیله لري چې راتلونکي کې په قطر کې تر دې هم بهتره واوسي.

هغه د چا نوم وانه خیست خو ټينګار يې وکړ چې د سولې شته زمینه باید له ګوتو ونه ایستل شي او یوه شېبه هم ترې بې پروا پاتې نه شو.

دا په داسې حال کې دی چې قطر کې د طالبانو او امریکا د پنځم پړاو خبرې تر لسو ورځو واوښتې، خو جزییات يې له رسنیو سره شریک شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

كرزيه ! توله افغانان سه چى توله دنيا دى شه پيژنى چى د امريكايى جنگى الوتكو او بمباريو سره راغلى. هير دى شول چى د امريكا او ايتاليا په پالمان كى دى لچك غوندى چپنه پورته پورته كوله او غليم كفارو ته دى خورا په بى شرمى او منافقت سره ويل چى: تاسى به يى پخپلو تلويزونو كى ووينى چى توله ترورستان(دالله ج د دين لشكر) به يا ووژل شى او يا بنديان وى كومه خبره چى له تانه مخكى ستا بادار رمسفيلد كري وه ، تولو كفارو چك چكى درته كولى . چى اويا زره وارى هم پوست الش… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بیسم الله الرحمن الرحيم ط
که څوک غواړي چي عبدالله بن اُبيّ و پيژني ، نودي د افغانستان پخوانئ جمهور رئيس ګو‌‌‌‌‌‌ډاکئ ( حامد کرزئ ) ته ځير او مالتفت سي . د مځکي پر مخ به دده په څير ، مداري ، ټګ ، دوه مخه ، چلباز، مکار او سپين سترګي و نه موندل سي . پوره اته او نه کاله دده او دده د بادار په تناره کي مسلمان افغانان وريت او کباب سول ، چي تر دې شېبو پوري يي هم دتناره لمبي نه دي خاموشه سوي.

غمی.پښتین

سلامونه او ښی چاری،
تعجب خبره ده،طالیبانو کرزی کافر غلام شمیره.خو د طالیب مشرانو په مسکو کی کرزی ته امامت وکړ.
نو طالیبان هم عجیبه چمونه کوی.کله خپل مقتدی کافر ګڼی.او کله یی مسلمان ،

لونګ

منافق سړی دی. همدغه رزیل مسعود د قهرمان ملی لقب ورکړ، همدا رزیل وو چی د شر او فساد کسان یی په غټو چوکیو وګمارول. د ده پر خبرو باید اعتبار ونشی. اول ځلی خو خارجیانو همدا مداری راوست او د ولس مشر یی مقرر کړ.

سیدزرغون شاه آغا

محترم نومیر صاحب!
بیسم الله (ی) نه غواړی. بسم الله صحیح ده

ابوالوفاء

ياره په رښتيا چي دغه سياڼه او ټګ ساکښ په انسي شياطينو کي تر اوسه د افغانستان په کچه د ملي شيطان پوړۍ ته رسېدلی دی او ښايي ډېر ژر نړي وال شيطان سي.اوس دادی د طالبانو په پوست ورننوتلی دی. په خوله چي هر څه وايي، خو د لوی شيطان (د امريکې د سي آی اې او نورو استخباراتي سازمانونو)، د هند او چين پټ کارنده(جاسوس) دی. طالبان به فکر کوي چي د ده سره اړيکي او ملګری به ګټه ور ورسوي او استعمال به يې کړي، خو له شيطان څخه هيچا ګټه نه ده وړې، بلکي ډېر يې… نور لوستل »

ابو فرحان

الله مستعان حسبي الله ونعم الوكيل

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x