نړۍ

د سعودي لويې څارنوالۍ د سلمان عوده پر اعدام تاکيد کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي ديني عالم او دعوتګر سلمان العوده زوی عبدالله العوده ‏وايي، چې لويې څارنوالۍ په سري جلسه کې د ده د پلار په اعدام ټينګار کړی دی.

د عبدالله په وينا د شيخ عوده په اړه د محکمې جوړېدونکې  غونډه درې  ځل ځنډېدلې او تېره ورځ يې په غياب کې راغوښتل شوې وه.‏

عبدالله عوده په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې لوی څارنوال د وروستۍ قضايي جلسې پر مهال «د بې ‏بنسټه» تورونو په اساس د ده پر پلار د مرګ حکم تاييد کړی دی.‏

عبدالله عوده، چې د امریکا په جورج ټاون پوهنتون کې «د اسلام او مسيحيت هماهنګي» په مرکز کې ‏مشر  څېړونکی دی، په تېره فبروري مياشت کې يې ويلي و، چې د پلار د خلاصون کوم څرک يې نه ‏ښکاري.‏

عبدالله عوده نيويارک ټايمز ته  په خپلې مقالې کې ويلي، چې سعودي چارواکو د ده د پلار د اعدامولو ‏هوډ کړی او له نړيوالې ټولنې يې  غوښتي، چې د سعودي چارواکو د تېري او ظلم پر وړاندې له دوی ‏سره ودريږي.‏

د شيخ عوده مدافع وکيلانو هم اندېښنه ښکاره کړې، چې کيدای شي د قطر او سعودي ترمنځ د يووالي دعا له امله ‏پر سلمان العوده د اعدام پرېکړه وشي.‏

د يادونې  وړ ده، چې شيخ سلمان العوده د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر مياشت کې وروسته تر  هغه ونيول ‏شو، چې په يوه ټويټر پيغام کې يې د قطر او سعودي ترمنځ د يووالي لپاره دعا کړې وه.‏

سعودي چارواکو د شيخ عوده په شمول سلګونه ديني علماء نيولي، چې لا يې هم د ژوند او مرګ مسیر ‏نه دی معلوم او يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي دي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

عجيبه ده پلار يې دعوتګر او زوی يې عبدالله عوده، د امریکا په جورج ټاون پوهنتون کې «د اسلام او مسيحيت هماهنګي» په مرکز کې ‏مشر څېړونکی دی ؟؟؟
دغه حال دی چي دغه مو احوال دی؟!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x