د نوي کال له پېله به د انترنیت بیې راټيټې شي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان مخابراتو وزارت «اسانه دندې» (www.asanwazifa.gov.af) پر نوم د انترنیتي پاڼې او د سیم لرونکي انترنیت د بیو ۴۰سلنه کمښت خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د راتلونکې کال له پېله به د انترنیت بیې هم ۳۰سلنه ټيټې شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد آریوبي د یوې پرانیستغونډې پرمهال وویل چې د اقتصاد لوړې شورا د انترنیت بیو کمولو طرحه لس ورځې دمخه منظور کړې ده.

شهزاد آریوبي زیاته کړه چې مونږ د مخابراتو د شرکت سره په ګډه کار کوو تر څو د 4G او 3G انترنیت بیې ټیټې کړو او په راتلونکې نږدې کې به د پام وړ کمښت چې (۳۰سلنه دی) ولیدل شي.

د مخابراتو وزیر زیاته کړه چې د انترنیت په اړه زمونږ اساسي ستونزه د افغانستان موقعیت دی، مونږ مجبور یو له ګاونډیو هېوادونو څخه د فایبر نوري کیبلې را انتقال کړو او په بدل کې یې پیسې ورکړو.

خو له بل پلوه انترنیت پوهان وایي چې د افغانستان د مخابراتو شرکت د انترنیت بیې کمولو لپاره کومه نوې طرحه نه ده منظور کړې خو بالعکس د زیاتېدو امکان یې لیدل کیږي.

د یادونې ده چې د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت تېر کال په دسمبر میاشت کې اعلان کړی و چې د ګاونډیو هېوادونو انترنیت خدماتي شرکتونو سره په تفاهم د ۲۰۱۹م کال فبروري میاشتې تر پایه به د انترنیت بیې ۵۰سلنه راټیټې کړي چې تر اوسه ددې طرحې عملي کېدل نه لیدل کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دا خبري ټولي درواغ دي، څو ورځي دمخه د مخابراتو وزارت داسي يو اعلان وکړ چي د هغه له مخي بايد په تېره مياشت کي د انټرنيټ بيي ټيټي سوي وای. خو په دې هکله وعده خلافه سول. زه چي پوهېږم د مخابراتو وزارت او د انټرنيټ او ټليفون شرکتونه په ډول ډول فسادونو کي ښکېل دي. تر ټولو خراب انټرنيټ او تر ټولو خراب ټليفونونه د افغانستان دي او پر دې سربېره چي پر دغو خدمتونو ډېري پيسې اخيستل کيږي، د ټليفون له کرېډټونو څخه غلاوي هم رواني دي، په دې اړه زيات خلک شکايتونه کوي، خو مخابراتو وزارت… نور لوستل »