نړۍ

مشرف: پاکستان «جیش محمد» ډله په هندوستان کې د بریدونو لپاره کارولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف منلې چې د هیواد استخباراتي ادارې یې وخت په وخت د جیش محمد ډلې څخه استفاده کړې تر څو د هندوستان په دننه کې چاودنې وکړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولي یې د خپل حکومت پر مهال د جیش محمد پر وړاندي هغه وخت غبرګون ونه ښود کله چې یې دی په نښه کړ.

نوموړي وویل: پاکستان د جیش محمد ډلې څخه هر وخت په هندوستان کې د چاودنو لپاره د عمل بالمثل په حیث کار اخیستی. «دوی به زمونږ په هیواد پاکستان کې او مونږ به ددوی هیواد په هندوستان کې بمې چاودنې کولې».

نوموړي زیاته کړه: « هغه بېل وختونه وه… زه پرې ټینګار نه کوم».

جیش محمد د پرویز مشرف تر واکمنې یو کال تر مخه (۲۰۰۰میلادي) د مسعود ازهر په مشري جوړ شو او د کشمیر د ازادۍ تر شعار لاندي يې د جهاد داعیه پورته کړه.

د تیرې میاشتې فروري پر ۱۴مه نیټه د هندي کشمیر په پلواما سیمه کې چاودنې له امله ۴۰ هندي عسکر ووژل شول چې له امله یې د هندوستان او پاکستان تر منځ حالات کړکیچن شول او له امله یې هوايي جګړه هم را منځته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

سلامونه او ښی چاری.
پاکستان به انشالله یوه ورځ دا هم ومنی چه طالیبان موږ په افغانستان کی د برید کولو لپاره کارولی.لکه جیش محمدی ډله چه استعمال کړه

خان

ټولی ڼړی ذا پتع ده چه پاکستان یو تروریست مملک دی مشرف پخپله تروریست دی

مجاهد

د باکستان په څو اویا کلنه دوره کی د مشر ( بی شرف ) په شان د یهودو او عیسویانو وفادار غلام نه دی تیر شوی . پرویز بی شرف د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو قاتل دی. هغه خپله وویل چه پلار یی د مصطفی کمال ملحد دوره کی ترکیه کی سفیر او مونږ د شوونځی زده کړی تر دوولسم ټولګی کی ترسره کړی د اتاترک له نظریاتو او کړنو متاثر یم یعنی زه به هماغه د اتاترک پالیسی تعقیبوم کوم چه د انګریزانو د پاره عثمانی اسلامی خلافت ونړاوه او اسلامی امت اتحاد یی له منځه یووړو په… نور لوستل »

غ.حضرت

زه نه پوهېږم چي دا پاکستانی تروریسټی ډلی ولی پر ځانو باندی د جناح او لیاقت او ایوب خان او نورو سیاسی دله ګانو نومونه نه ایږدی چي د پیغمبر سپېڅلی نوم ئې پر خپلی ناپاکی ډلی ایښی دی؟ البته زما دا پوښتنه یوه بېځایه پوښتنه ده، پدې حقیقت د هر روښان ضمیر څښتن پوهېږی چي د ټولو تروریسټی ډلو شاته د نړیوال طاغوت او استعمار پلید لاسونه ښکیل دی.

لونګ

د همدی سړی مشرف ویډګانی وګوری چی وایی: طالبان زمونږ کسان دی او زمونږ لپاره جنګ کوي. په یوه ځای کی وایی: (یی حقانی پاکستان کا هیرو هی) یعنی چی حقانی د پاکستان هیرو قهرمان دی. مشرف خو ریښتیا وایی همدا مشرف وو چی د طالبان ځینی کسان یی په امریکایانو هم خرڅ کړل اصلی پاکستانی دی د پاکستان لپاره کار کوی د هغه یی په اسلام څه.

لونګ

ریښتیا وایی. هغه لاندی مطلب یی هم وګوری چی وایی پاکستان او هندوستان په افغانستان نیابتی جګړه کوی.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx