نظــر

په کانګرس کې د افغان له جنګ سره مخالفت زیات سوی دی

د ګرداب سرليکنه

څو ورځي کېږي چي د متحده ایالاتو مشهور سناتوران او د کانګرس غړي د افغانستان د کشالې د ختمولو لپاره جدي اقداماتو ته لاس اچولی دی. تېره ورځ، د امریکا د سنا دوو مقتدرو غړو سناتور رانډ پال او سناتور ټام یوډال یوه داسي لایحه معرفي کړه چي وايي په افغانستان کي دي د امریکا نظامي حضور د دې کال تر پایه ختم سي. دا لایحه جمهورریس ټرمپ ۴۵ ورځي وخت ورکوي چي کانګرس ته خپله طرحه وړاندي کړي.

سناتور پال په خپله وینا کي وویل چي د افغانستان جنګ نور د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی، او باید ختم سي. هغه زیاته کړه چي امریکا باید د ملت – دولت د جوړولو له کاروبار څخه ځان راوباسي. هغه وویل موږ خپل ماموریت بشپړ کړ، موږ باید خپلو کورونو ته راستانه سو.

دغه راز، د متحده ایالاتو مشهور سناتور برني سنډرز، سناتور الیزابت وارن، د ګانکرس غړې الګزاندریا، مېرمن عمر، او پنځو نورو د کانګرس غړو هغه ژمنه امضا کړه چي د امریکا د ابدي جنګونو ختمول غواړي. دا ژمنه د (کامن ډیفنس) لخوا ترتیب سوې ده، دا سازمان یو نیم لک غړي لري.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخکښ کاندید سناتور سنډرز په خپل ټویټ کي لیکي ول: اته لس کالېږي چي موږ په افغانستان او عراق کي جنګېږو. موږ باید دا جنګونه ختم کړو،‌او د جنګ د مصارفو پيسې دلته په امریکا کي پر معارفو او زیر بنايي کارونو باندي ولګوو.

د نیویارک ځوانه دیموکراته سوسیالست استازي الګزاندریا وايي د افغانستان اشغال یوه «فاجعه» ده. هغې پر کانګرس باندي ږغ کړی دی چي د افغان د جنګ اجازه دي لغوه کړي.

په عین زمان کي، د امریکا خارجه وزیر ښاغلي پامپیو ویلي دي چي ښايي په څو هفتو کي قطر ته ولاړ سي،‌ څو د خبرو جریان لا ګړندی کړی.

اوس نو، د متحده ایالاتو په کانګرس کي د افغان له جنګ سره زیاتېدونکی مخالفت دا ښيي چي د قطر خبري حساسي مرحلې ته رسېدلي دي، او ښايي ډېر ژر مهمي فیصلې ترې راووزي.

بله خبره دا ده چي د امریکا د جمهوري ریاست ټول دیموکرات کاندیدان د افغان د جنګ مخالف دي، او هر یو کوښښ کوي چي په راتلونکو انتخاباتو کي د دې جنګ سره خپل مخالفت اظهار کړي، او د امریکایانو رايي ترلاسه کړي.

ټرمپ پدې ښه پوهېږي چي که چیري د افغان جنګ ختم نه کړي، د هغه دیموکرات حریفان به همدا مسله د ده پر ضد وکاروي. نو لهذا، ټرمپ پر خلیلزاد او پامپیو باندي زیات فشار واچولی دی چي د قطر خبري ژر تر ژره خلاصي کړي،‌ او مثبت نتایج یې اعلام کړي. ځکه ټرمپ غواړي چي په راتلونکو انتخاباتو کي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو کریډیټ د ځان کړي، او امریکایانو ته ووايي چي د امریکا اوږد جنګ ما ختم کړ.

اوس نو، د افغان سوله پاله قوتونو لپاره څه پکار دي؟ په تېرو څو ورځو کي یو شمېر افغانانو د قطر د خبرو په ملاتړ یوه اعلامیه خپره کړه، او پدې اعلامیه کي یې دواړوي خواوي تشویق کړي وې چي ژر تر ژره دا جنګ فیصله کړي، او یوې مثبتي نیتجې ته سره ورسېږي.

امید دی چي په دننه او بهر کي نور افغانان هم ورته شان اعلامیې خپرې کړي. د سولي لپاره مدني ناستي او لاریونونه وکړي، او پدې حساس وخت کي خپل ملي او ایماني وظیفه تر سره کړي.

موږ پدې باور یو چي د عمل او د تاریخ د قضاوت وخت رارسېدلی دی. چوپ پاته کېدل نه د افغانستان په ګټه دي، او نه هم ویښ وجدان او ایمان دا حکم کوي. سوله پاله منورین، روښانه ځوانان، او ملي قوتونه باید دا موقع له لاسه ور نه کړي، او بې تفاوته پاته نه سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د هغو خاکسارو د سر ثمره ده چی د خپل خالق الله(ج) دوستی يی اختيار کړه ، بيری او غم ته يی شا کړه ، هغه ايرنه(په ايرو) ډيوه يی د خپل رب په توکل او غيرتی ولس په مرسته داسی وبريښوله چی رڼا يی د وخت فرعونيان په واښنګټن کی وارخطا کړل .
دوی افغانان نه پيژنی ښه به يی وپيژنی او ډير ښه به يی وپيژنی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x