افغانستانخبرونه

اشرف غني: احمدشاه بابا په ظلم چوکۍ ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» وايي، له احمدشاه بابا رانیولې تر کرزي پورې له ماپرته ټول په زور واک ته راسیدلي او د چوکی لپاره یې هر څه کړي.

اشرف غني، چې کنړ ته د خپل سفر په مهال یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل «له احمدشاه بابا رانیولې تر کرزي پورې ټولو د چوکۍ لپاره څه څه ونه کړل؟، ورور خپل ورو مړ کړ، پلار خپل پلار مړ کړاو د تره زامن خو هسې تربرونه سره یادېدل».

د غني په وینا، نوموړی د افغانستان په تاریخ کې لومړنی سړی دی چې د ولس په خوښه واک ته رسېدلی «په تاریخ د افغانستان کې زه لومړنی سړی وم چې د ولس په ارادې واک ته ورسېدم، زه خو څه امریکايي ټانګونو نه یم راوستلی».

د اشرف غني دې وینا په ټولنیزو رسینو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي، د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د نوموړي خبرې ملي شخصیت «احمدشاه ابدالي» ته توهین بللی.

امریکا میشت د سیاسي چارو کارپوه «واحد فقیري» په دې اړه لیکي « په کونړ کي د افغان تاریخ او ملي مشرانو په باب د اشرف غني بابېزه خبري د یوه بیمار او منافق ذهن نمایندګي کوي. د غني دا چرندیات باید د افغان ولس سره و نه وېشي، بلکي باید موږ لا نور هم سره متحد کړي».

د فقیري په وینا دا د غني وروستی ورځې دي او دلته هڅه کوي وطن په سمتونو وویشي « د غني ورځي په شمار دي، او اوس هڅه کوي چي د خپل نامشروع قدرت د ساتلو لپاره د وطن بدنه سره ووېشي، ملي قوتونه باید د مکار غني دا ملي ضد دسیسې افشا او رسوا کړي».

عصمت قانع بیا د غني تر دې وینا وروسته په نوموړي د «تارتوک» نوم اېښی او لیکلي یې دي «ایمونګ نادیده تارتوک هم دین چلینجوي هم تاریخ او هم ملي مقدسات ځکه چې ماغزه لري او د ماغزو په زور راغلی خو پر افغاني ډګر ډېر موږکان د وختونو پیشوګانو ژوندي تر ستوني تېر کړي».

https://web.facebook.com/esmat.qani.5/videos/813090912385922/

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد «فیض محمد ځلاند» بیا په اشرف غني غږ کړی څو له ولس بښنه وغواړي، نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «غني په ټانګ او الوتکه کې نه بلکې د جان کيري په غېږ کې ارګ ته راوړل شوی، احمدشاه بابا ته سپکاوی د زغم وړ نه دی غنی باید بښنه وغواړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

ورځ په ورځ یې غول توب ښکاره کیږئ — خ‍ذله الله تعالی خذلانا کبیرا

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
اشرف غني سوچ ليونی سوی دئ . د ليونو څخه څه ګيله په کار دی. خواخوږي يي بايد نوموړی دارلامجانين ته وسپاري ، څو خپل پاته ژوند هلته په ارامي سره تيرکړي.

پتنګ

دا متفکر خو خر انسان دی په تیرو پيړویو کې داسې رواج وو د انګلیس ،جرمني ، روسې او نورو واکدارانو ټولې چوکۍ يا په میراث او یا په زور نیولي دي خو ته احمق د امریکایانو په دالرو شخوند وهې نالت دې پر تا شي فاسده ستا امیتي قرارداد د غلامي قرارداد له امریکایانو سره امضاء نکه ؟ چې دالر واخلې او خپل ملګري پرې وساتي او اولس پرې وژني ! په هغوی د نالت وي چې ستا فاسد مذدور خبرو ته غوږ نیسي !!

خان

غنی بابا خو سمه خبره کری ده نو سه دوایی تاسو د احمدشاه ابدالی نه خبر یی که هسی زانونو کی گونی اچوی افسوس د افغانانو په حال یو سه او بل یی سه کوی

الحاج استاذ بیانزی

وایی : یو کس دی د پاره چه مشهور شی د کلی په مسحد کی یی مردار کړی وه، چا لیدلی وو او که هماغلته ورته ناست وو ، تول کلی کی مشهور شو. غنی همدغه کانه کړی او کوی زه حیران یم چه دی ته یی دوهم متفکر د توهین له مخی ورته ویلی لکه کوم چوالی ته چه د پروفیسر نوم یادوی. که یی د محمد زو کورنی نور شاهان یی یاد کړی وی یوه خبره چه اکثره یی عیاش او ناپوهه وو د اولس مقابل کی یی له زوره کار اخست او یو له بله به یی… نور لوستل »

جميل

زمانه آخره ده
نړيوال سيسټم تر ډيره د هغو په لاس کی دی چی بد ته ښه او ښه ته بد وايی ، جنګره ته دسولی جايزی ورکوی او سوله غوښتونکی وژنی او بنديانوی يی ، بی ادبی معاف تر خوټو له عقله خلاص اشرف غنی ته د مفکر لقب ورکوی .

لونګ

الله د خیر پیښ کړی. خبر خو تر احمد شاه بابا ورسیده. چوکی اخیستل که په زور وی ا که په ظلم خوند لری له هغوی چوکی چی یو څوک یی چاته مفته ورکړی. الله د غنی پاتی کړی او نه طالب. نور خو می صبر په خلاسیدو شو.

غوربندي

خدای تعالی دې ددې نادود خزنده د مور لړمون وسيزي،،،،

سیدزرغون شاه آغا

د متفکر ماغزه اوس په تکفر شروع وکړل. تا دچوکی د پاره هغه کارونه وکړل، چی موږک یی په ګدام نکوی.تا د لوی افغانستان بنسټ ایښونکی ته هم خوله واچوله. ځان د دانرښځی په رنګ او اواز وخوری. دا یو څو ورځی دی پاته دی، هر چا ته چی غاپی، غاپه. بیا به دی څوک پر ګوز هم نه خاندی.

عبدالمالک همت

قال الله تعالی:
وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ (199)اعراف
ژباړه: له ناپوهانو څخه مخ واړوه (د سرټمبه جاهلانو له شخړو او منازعو څخه ګوښه اوسه او مه ورسره سر په سر کېږه.).
وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (63)الفرقان
ژباړه: او د رحمن خدای بنده ګان هغه مومنان دي چي …کله ناپوهان هغوته (ناوړي، بې ادبي اوجاهلانه خبري) وکړي، نو هغوی (يې په وړاندي هماغسي غبرګون نه ښيي، بلکي داسي) ښې او سمي خبري ورته کوي (چي له ګناه څخه سالم پاته سي).

احمد

سلام ورحمت الله،
مه صرف ميگويم يالله توبه يالله يالله توبه،
نشانه هاى قيامت روز به روز واضع شده ميره، پست ترين أفراد جامعه در راّث قرار گرفتند، توبه.

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x