نړۍ

پاکستان: ۱۸۲ مدرسې حکومت په خپله ولکه کې اخیستي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، د سخت دریځو پرضد د پیل شویو عملیاتو په لړ کې یې تر دا مهاله د ۱۸۲ مدرسو کنترول پخپل لاس کې اخیستی او تر سلو زیات نور بیلابیل کسان یې توقیف کړي دي.

پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبه د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې بیانیې له مخې ویلي: « د قانون پلي کوونکو ادارو ۱۲۱ تنه، له نن ورځې څخه، په احتیاطي توقیف کې له ځان سره ساتلي دي.»

په خپري شوې خبرپاڼې کې راغلي چې په دې ترڅ کې د ځینو مدرسو، سکولونو، دفترونو، روغتونونو او امبولانسونو واک هم د دې وزارت له خوا په لاس کې اخیستل شوی دی.

د روان کال د فرورۍ د میاشتې پر څوارلسمه نیټه په هندې کشمېر کې د پلوامه په نوم سیمه کې د هندوستان د نیمه پوځي ملیشې پرکاروان یو برید ترسره شو چې څه کم څلویښت امنیتي سرتیري پکي ووژل شول.

د برید پړه د جیش محمد په نوم یوې اسلامپالي کشمیري ډلي پرغاړه واخیسته، چې ویل کیږي مشر یې مولانا مسعود اظهر په پاکستان کې میشت دی.

له دغي پیښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ حالات خراب شول چې ترمنځ یې یو پل بل هوايي بریدونه هم ترسره کړل.

پر پاکستان نړیوال فشار زیات شو چې له امله یې پاکستان په دې نژدې اوونۍ کې د هغو ډلو پر ضد چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ترهګر بولي؛ اقدامات پیل کړل.

پاکستان اعلان وکړ چې د تیري سشنبې په ورځ یې د جیش محمد ډلې ۴۴ غړي ونیول. کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي، ویلي وو چې په نیول شویو کسانو کې د «جیش محمد» ډلې یو شمیر مشران هم شامل دي.

هغه په اسلام آباد کې خبریالانو ته روښانه کړې وه چې د دې ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر، ورور او نور نژدې خپلوان يي هم نیول شوي دي. خو د دې ترڅنګ د یاد وزارت له لوري پرون د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چې د نیول شویو کسانو شمیر تر سلو اوښتی او همدارنګه یې ۱۸۲ مدرسي، دیني مراکز، ښوونځي او روغتونونه هم په خپله ولکه کې اخیستي دي.
ویل کیږي چې د جماعت الدعوه تنظیم چې بل نوم یې فلاح انسانیت فاؤنډیشن دی، تر اهتمام لاندي 300 مدرسې، ښوونځي او کالجونه په ټول پاکستان کې شته. چې زیاتره یې اوس حکومت په خپله قبضه کې اخیستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x