نړۍ

د سعودي امنیت پر لاریون کوونکو ډزي وکړې

ksa_armyنن ټکی آسیا: د سی ان ان شبکې د خبر پر اساس پرون د سعودي امنتي عسکرو د سعودي د شاهي نظام په خلاف پر لاریون باندي د قطیف په ښار کې ډزي وکړي..

یو عیني شاهد دغه خبري شبکې ته ویلي چې په پېښه کې درې کسه ټپیان شوي، چې بیا وروسته د روغتون ته نقل سوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه سوې چې دغه ډزي په ربړي مرمیو سوي که په اصلي مرمیو.

خبر وايي چې پرون تر سلو زیات مظاهره چیان د قطیف په ښار کې را غونډ سوې وه، چې اکثره یې شیعه ګان وه، او غوښتل یې چې ددوی نیول سوي کسان خوشی کړه شي.

ځینو مظاهره چیانو نن د جمعې ورځ د یوم الغضب (د غوسې ورځ) د ورځي په نامه نومولي او غوښتنه یې کړې چې مظاهره چیان څړکونو ته راووزي.
د یادوني وړ ده چې د سعودي حکومت او علماو څو ورځي تر مخه مظاهره کول د شریعت مخالف بللي وه او په سخته یې بندیز پر لګولی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x