افغانستان

د مذاکراتو په منځ کې یو ځل بیا وقفه «رخصتي» اعلان شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ پیغام کې نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو په جریان کې نن د جمعې په ورځ «رخصتي» ده.

نوموړي نور وضاحت نه دی ورکړی خو تېره ورځ پنجشنبه د دواړو اړخونو تر منځ د مذاکراتو یولسمه ورځ وه، او ددې تر مخه یې په تېره پنجشنبه او جمعه کې هم د نورو خپل منځي مشورو لپاره دوه ورځې «وقفه» کړې وه.

د یادوې وړ ده چې طالبانو او امریکایانو پر دوه موضوعاتو له مخکې توافق کړی چې له مخې به یې امریکایان د افغانستان څخه وزي او طالبان به امریکایانو او نړیوالي ټولنې ته اطمینان ورکوي چې د افغانستان خاوره به بیا د امریکا او نورو هیوادونو پر ضد نه کاریږي.

دواړو اړخونو د پورته توافقاتو د عملي کولو لپاره کاري ټیمونه ټاکلي چې د تیرې میاشتې فروري د ۲۵مې نیټې څخه د طالبانو له اړخه د ملا برادر او امریکایانو له اړخه د زلمي خلیلزاد په مشري مذاکرات روان دي.

ځیني سرچینې وايي چې طالبان او امریکایان د تروریزم پر تعریف سره اختلاف لري او ځیني بیا د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش او یا هغوی ته په افغانستان کې د یوې قرارګاه ورکولو پر سر اختلاف د مذاکراتو د غځېدو سبب بولي، خو نه هم طالبانو او نه هم امریکایانو دغه راپورونه تر اوسه تایید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ښی چاری.
مسله ټوله پاکستان مرداروی.اوس نو باید هند په پاکستان یو ښه برید وکړی،چه پاکستان زخمی شی په ځان به لګیا شی،افغانستان مسله ته به یود حل لاره پیدا شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x