د هندوستان یوه بله جنګي جیټ الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د هندوستان رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هیواد یوه الوتکه د پاکستان سرحدونو ته نیژدې غورځېدلې ده.

د رسنیو په وینا د الوتکې نوعیت «میګ ۲۱» دی چې د پاکستان سرحد ته نیژدې د راجستان ایالت په حدودو کې نن د جمعې په ورځ غورځېدلې او پيلوټ یې په خوندي توګه ځمکه ته په پیراشوټ کې را کښته شوی دی.

د هندوستان د دفاع وزارت ویاند ویلي چې د پيښې په اړه یې تحقیقات پيل کړي دي او د الوتکې د غورځېدو سیمې ته پولیس رسیدلي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د هندوستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کې د کشمکش وروسته د هندوستان دا دریمه الوتکه ده چې را غورځي. ددې تر مخه دوه الوتکې د پاکستان سره په فضايي جګړه کې را غورځېدلي وې او یو پيلوټ یې هم پاکستان ژوندی نیولی و چې وروسته هندوستان ته ژوندی وسپارل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د