د کراچي ښار هوايي ډګر

پاکستان خپله فضا د الوتکو پر مخ پرانیستله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې د هند سرحداتو ته نیژدې ټولې فضايي لارې د ملکي الوتکو پر مخ یو ځل بیا خلاصې شوې.

پاکستان خپل فضايي حدود د مسافر وړونکو الوتکو پر مخ د تیرې میاشتې فروري پر ۲۷ بشپړ وتړل، بیا یې ۳ ورځې وروسته په جزوي شکل خلاص کړل خو اوس یې اعلان کړی چې د ملکي الوتکو پر مخ به یې ټول فضائي حدود خلاص وي.

د ملکي هوايی چلند ادارې ویلي ددغه اعلان وروسته به د ملتان، رحیم یار خان او فیصل اباد ښارونو ته هم نړیوالې الوتنې د پخوا په څېر له سره پيل شي.

باید وویل شي چې د پاکستان له لوري د ملکي الوتکو پر مخ د خپل فضايي حدودو بندول مسافر وړونکو هوايي شرکتونو ته په سخت زیان تمام شول په ځانګړي ډول هغه الوتنې چې چین، ایران او اروپايي هیوادونو تر منځ یې سفرونه کول او همداسي د افغانستان څخه هند ته د الوتنو لاره اوږده او د څو ورځو لپاره بنده شوه.

د هند او پاکستان تر منځ د تېرې میاشتې فروري د ۱۴ مې نیټې څخه هغه مهال حالات کړکیچن شول کله چې د هندوستان اړخ ته په کشمیر کې د پوځیانو پر کاروان چاودنه وشوه او له امله یې ۴۰ عسکر ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

هندوستان وروسته ادعا وکړه چې د پاکستان اړخ ته یې په کشمیر کې د تروریستانو یو کمپ باندي بمبار وکړ خو وروسته پاکستان د فروري پر ۲۷مه نیټه د هندوستان دوه الوتکې را غورځولې او یو پیلوټ یې ژوندی ونیوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د