
ناټو: په افغانستان کې د سولې پروسې ملاتړ کوو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ ویلي، ناټو په افغانستان کې د سولې د پروسې څخه ملاتړ کوي او غواړي طالبانو ته پيغام ورکړي چې دوی یې په جګړه نشي ګټلای.
نوموړي دغه خبرې تېره ورځ پنجشنبه د پولنډ د ولسمشر سره یو ځای په خبرې کانفرانس کې وکړي.
هغه وویل: «مونږ د سولې پروسې څخه ملاتړ کوو، مونږ هلته یو تر څو د سولې لپاره حالات برابر کړو، طالبانو ته پيغام ورکول غواړو چې دوی به هیڅ کله هم د جګړې په ډګر کې بریالي نه شي، دوی به د سیاسي حل لاري لپاره د مذاکراتو میز ته کښيني».
نوموړ وویل چې د دایمي سولې لپاره ضروري ده چې د تیرو کلونو پرمختګونه وساتل شي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې.
باید وویل شي چې نوموړی دغه خبرې په داسي وخت کې کوي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د تیرو ۱۲ ورځو راهیسي مذاکرات روان دي.