ورزش

د اصغر، نبي او راشد نيمه سليزو افغانستان تر «۲۲۳» منډو ورساوه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ په څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ کې افغانستان لوبډلی له سختې لوبې وروسته منډې تر ۲۲۳ ورسولې.

د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهونکي يو وار بيا ناکام شول چې په ۸۶ منډو يې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، له اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان پرته هيڅ کوم لوبهاړي زياتې منډې جوړې نه کړې.

د ايرلينډ لوبډلې په زړه پورې ډګرساتنې د افغانستان ويکټې په بېلا بېلو فرصتونو کې وغورځولې، خو د فشار پرمهال نبي او اصغر، بيا راشد او نبي ښکلې ملګرتيا نندارې ته وړاندې کړه او ايرلينډ ته يې مناسب هدف وټاکه.

د افغانستان لخوا ځاځي ۱۴، نور علي ۹، رحمت شاه ۱۵، اکرام عليخيل ۱، ګلبدين ۱، نجيب ۱۰، اصغر ۵۴، نبي ۶۴ او راشد ۵۲ منډې جوړې کړې، او په ۴۹.۱ اورونو کې يې ايرلينډ ته ۲۲۴ منډې هدف وټاکه.

د توپ اچونې لپاره ويکټ ښه ثابت شوه او سوکه توپ اچونکي کولای شي توپ سپېن او تاو کړي، خو ايا افغان توپ اچونکي به د ياد هدف کاميابه دفاع وکړي که نه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x