نړۍ

چین: افغانستان دي بیا د نړیوالو قوتونو د سیالۍ په ډګر نه بدلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نه باید افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو قوتونو تر منځ د سیالۍ په ډګر بدل شي.

نوموړي د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانانو په مشري او مالکیت دي د سولې د پروسې څخه ملاتړ وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» وویل: افغانستان اوس په یوه نازک حالت کې قرار لري، د سولې امکانات زیات شوي، او ورسره ګواښونه او چلینجونه هم زیات دي، د سولې روانه پروسه د ټولو اړخونو څخه جرآت مندانه اقداماتو ته اړتیا لري، مونږ په افغانستان کې د ټولو اړخونو څخه غوښتنه لرو چې دوی د خپل هیواد او ولس لپاره ددغه فرصت څخه استفاده وکړي او د سیاسي پروسې له لاري خپل اختلافونه حل کړي، وسلې کښيږدي او د سولې پر لور په اتفاق سره لاسونه سره ورکړي.

نوموړي دغه خبرې په چین کې د پارلمان کلنۍ ناستې ته وکړې.

نوموړي وویل: مونږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د افغانانو په مشري او مالکیت باندي د سولې د پروسې څخه ملاتړ وکړي، او ټول اړخونه باید خپل مثبت رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه، په کال ۲۰۱۹ کې د افغانستان د ازادۍ سل کاله پوره کیږي، مونږ هیله لرو چې تر ډېرو کړاوونو وروسته بالاخیره دغه هیواد یو ځل بیا خپل ریښتینې ازادي او دایمي سوله تر لاسه کړي.

او زیاته یې کړه چې د ګاونډي او دوست هیواد په توګه به دوی کله هم د افغانستان د ازادۍ، سولې او پرمختګ پر وړاندي به خپل کومک ونه سپموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا شوده هم لكه چى غوارى متفكر شى ، دى تر اوسه نه دى خبر چى د طالبانو او امريكايانو مذاكرات روان دى، د ده أوس هم زور ترم په خوله كى دى او پخوانى سرنا وهى .

عبدالواحد اڅګزۍ

دامریکاپه لاس جوړسوی حکومت په هیڅ صورت دمنلووړنه دۍ چین دی وافغانستان ته دراغلوکومکو معلومات وکی اودافغانستان دموجوده لوږی اودرپه درۍ احوال دی معلوم کړی بیادی ووایی چه طالبان چه دافغانستااصلی نماینده ګان دی اصلحه دی کښیږدی چین اوددنیانورملکونه دی دملل متحد څخه دکرزی اواشرفغنی دظلمواوچوراوچپادمحاکمی غوښتنه وکی که واقعاًدعدالت اوانسانیت طرفداره دی پخپل ملک کی څونه خلک پررشوت اعدام کړل.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x