
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا مشهوره ورځپاڼه «نیویارک ټایمز» په خپله نننۍ ګڼه کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د سولې روانو خبرو ته په اشارې لیکي «یادې خبرې د خپل ډول تر ټولو مهمې او د لوړې سطحې خبرې دي چې نن یوولسمه ورځ لا هم ادامه لري خو د مذاکراتو په منځ کې ډير ځله احساساتي خبرو او اختلافاتو غونډه ړنګېدو ته نږدې کړې».
ورځپاڼه زیاتوي «په یادو مذاکراتو کې طالبان په جنګي ډګر کې د نسبي برلاسي له امله له یوه پیاوړي مؤقف خبره کوي ځکه دوی د امریکايي عسکرو را ایستلو ته د د ولسمشر ټرمپ بیړه حس کړې، خو برعکس امریکايي مرکچیان بیا هغومره نه دي، ځکه هغوی پوهېږي ولسمشر ټرمپ غواړي ژر تر ژره خپل عسکر له افغانستانه راوباسي».
د ورځپاڼې په حواله « امریکا غواړي خپل عسکر په دریو کلونو کې له افغانستان څخه راوباسي خو طالبان بیا ټینګار کوي چې امریکايي ځواکونه باید د روان کال تر پایه افغانستان پرېږدي، غالبا طالبان غواړي امریکایانو ته له اوربند سره سره شپږ میاشتې وخت ومني څو هغوی خپل عسکر له افغانستان نه وباسي».
ورځپاڼه وړاندې لیکي « ملا برارد اخند که څه هم په دې خبرو کې ګډون نه لري، خو شتون یې ډېر اړین دی ځکه هر ځل چې غونډه د اختلافاتو له امله ړنګېدو ته نږدې شوې ، خلیلزاد له ملابرادر اخند سره کتلي او خبرې بیا پیل شوې».
۱۸ کاله مخکی ټولی نړی او د تاريخ تر ټولو لوی اتحاد د ظالمی او خدا نا ترسی امريکا په مشری پر مسکين او جنګ ځپلی افغانستان يرغل راوړ ، همدا بی وسه او بی کسه مخلص طالبان ئی مخی ته ودريدل ، په لږ وخت کی يی داسی سربداله کړل چی يو يو يی پټ پټ تښتی او د جګړی ميدان پريږدی ، خو برعکس طالبان ورځ تر بلی خپل قوت ډيروی او خپله ساحه پراخوی .
طالبان به څنګه د پياوړی موقف څخه و نه ږغيږی ، دښمن نور مات او پر ګونډو دی .