افغانستان

د کابل په برید کې مرګ ژوبله ۱۰۶ ته ورسیده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه د برید په ترڅ کې د مرګ ژوبلې شمېر ۱۰۶ تنو ته پورته شوی.

تېره ورځ د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د حزب وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري پر یاد غونډه هغه مهال توغندیز برید وشو کله چې پر سټیج باندي جګپوړي حکومتي چارواکي او سیاسي شخصیتونه ناست وه او یوې لویې غونډې ته یې ویناوي کولې.

د کورنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه برید کې ۱۰۶ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې چې په هغو کې ۱۱ تنه وژل شوي او پاتې نور ټول ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې ددوی پایلي څرګندوي، دغه برید طالبانو کړی دی .
د نوموړي په وینا په برید کې د ۳ ښځو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او د ۱۲ ښځو په ګډون ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا ددغه برید اسانتیا برابروونکي او معلومات ټولوونکي نیول شوي او دوه بریدګر وژل شوي دي.

باید وویل شي چې په ټپیانو کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام هم و.

که څه هم کورنیو چارو وزارت ددغه برید پړه پر طالبانو ور اچولې خو د داعش ډلې دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره تېره ورځ ادعا وکړه چې برید دوی کړی او ۳۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د پدرام عکس چي يې د ملي امنيت په روغتون کي اخيستی وو ټپي نه ښکارېدی، د هاوانو د ټکانو له اورېدو څخه وېرېدلی وو او بې هوښه سوی وو.

هارون

بس هماغه خبره ده چې وایي:( لنګېده غوا، ټیزونه د غوایي تلل) پدرام ځکه بې سده شو چې نور مړه او ټپیان شول. هههههههههههه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x