قطر یوازي د سعودي سره اړیکې رغول غواړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د ایران یوه خبرې اژانس «تسنیم» خبر ورکړی چې د قطر هیواد کویټ ته لیک لیږلی او غوښتنه یې کړې ده چې د سعودي سره اړیکې رغول غواړي.

اژانس د خپلې یوې سرچینې په حواله ویلي، قطر په لیک کې غوښتنه کړې چې د متحده عرب اماراتو پرته د سعودي سره اړیکې رغول غواړي.

یادې سرچینې ویلي چې سعودي هم له خپله اړخه د قطر سره اړیکې جوړول غواړي خو د متحده عرب اماراتو سره د یمن په جګړه کې شراکت له امله نشي کولای چې دغه هیواد د قطر سره په اړیکو کې نادیده ونیسي.

باید وویل شي چې قطر یوازي د سعودي سره ځمکنی سرحد لري او تر محاصرې مخکې يې د همدې هیواد له لاري خپل ټول خوراکي توکي واردول.

د یادونې وړ ده چې د کال ۲۰۱۷ په جون میاشتې کې سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر سره اړیکې وشلولې او دغه هیواد یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړ.

څلورو سره هیوادونو له هغه راهیسي قطر د سمندر او هوا له لاري محاصره کړی او ددغه هیواد سره یې ټولې تجارتي، سیاسي او هر اړخیزي اړیکې پرې کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د