
د طالبانو او امریکا خبرې ولي اوږدې شوې؟؟!
نظر محمد مطمئن
دوحه کې مذاکرات به نتیجه ورکوي ان شاء الله، یولسمه ورځ ده چې مذاکرات جریان لري، تمه ده چې نتیجه به یې ښه وي.
داچې د ځینو نړیوالو رسنیو خبریالانو د خبرو له پېل وروسته سمدستي په لومړیو دریو ورځو کې قطر ته ځانونه ورسول، ځینو ګمارل شوو خبریالانو هڅه کوله چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي به هم غیر منظم په خپل جال کې راګیر، او دوی به وکولای شي چې د مذاکراتي ډلې د بېلابېلو غړو اړوند ضد او نقیض خبرونه ترتیب کړي. داچې طالبان ځان خوښونکي نه دي، نو خبریالانو سره یې مرکې ونه کړي، او نه غواړي چې د مذاکراتو د ژورو بحثونو جزیات مخکې له وخت څخه رسنیز شي، بل خوا امریکایان چې مذاکراتو کې خپل په ګټه لاسته راوړنې نه لري، او د بهرنیو پوځیانو د وتلو خبره ده، هغوی هم له رسنیو سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوی، له همدي امله ده چې ځینې خبریالان غواړي هغه بړاس چې له دوی سره د بدن به دننه کې پاتې دی، نا هیلي دي چې له طالبانو څخه له وخت مخکې د مذاکراتو اړوند څه واوري، نو بیا د خپل سوچ او خیال مطابق او یا هم د خپل بړاس ایستلو په خاطر داسي راپورونه ترتیب او داسي څرګندونې خپروي چې د مذاکراتو اړوند خلکو ته انديښنې پيدا کړي.
زما د معلوماتو له مخې، دواړه ډلې (طالبان او امریکایان) په دوو مهمو مسایلو (د بهرنیو پوځیانو وتل، له افغانستان څخه په راتلونکې کې امریکا او نورو هیوادو ته نه ګواښ) ډیر ژور بحثونه کوي، تر څو توافق داسي وشي چې بیا یې د ماتېدو او یا پکې د خنډ پيداکیدو ستونزه په راتلونکې کې ونه لېدل شي، او څومره چې ژور بحث وشي، دا به د افغانانو په ګټه وي.
له دي سره ځینې داسي مسایل دي، چې د بحثونو په جریان کې به پرې د دواړو لورو لخوا خبرې کیږي، یوه مسئله پکې د افغانانو خپلمنځي تفاهم او ناستې دي، چې طالبان دا موضوع او د اوربند موضوع له امریکایانو سره مطرح کولو کې ډیره لیوالتیا نه لري، ځکه دوی وایې چې لومړي د افغان – امریکا اوږدې جګړې بهرني بعد باندي له امریکا سره خبري کوي، او د جګړې په کورني بعد باندي به له افغانانو سره ناستې او تفاهم کوي.
خو امریکا غواړي چې ډاډه شي چې طالبان به د امریکا پلوه افغانانو سره څه ډول تفاهم ته رسیږي، او ډیره هڅه کوي که طالبان وهڅول شي چې اوربند ته مخکې د بهرنیو پوځیانو له وتلو غاړه کیږدي، کوم چې طالبان یې کورنی بعد ګڼي.
تمه ده چې د مذاکراتو اړوند له منفي او انديښنه اچونکو راپورونو ځینې خبریالان او نور ډډه وکړي، موږ تمه لرو چې دا مذاکرات به د افغان ولس په ګټه پای رسیږي.
د مذاکراتو هر ډول نتیجه به ځکه د افغان ولس په ګټه تمامیږي چې وخت او شرایطو ته په کتو، امریکا په افغانستان کې خپله اوږده جګړه بایللي او افغان ولس په هر حال ګټونکی ښکاري.
که موږدطالبانودپخوانی حکومت نتجی ته وګوروموږبه ښه آسانه پوه سوچه پخوانی دملامحمد عمر حکومت ترایران اوپاکستان دباندی ملکونه نه وولیدلی اونه دامریکااوناټوله قدرته خبروو څه پسادچه پیښ سوټول دبیګانه مغرضینو اودطالبانودسیاسی بیعلمۍ پیښ سوداخلی خلکی اوپرچمی مفسدین اوخارجی دافغنستان ازلی دښمنانودطالبانوله نه تجربی څخه یی استفاده وکړه دافغانستان دبربادۍ سبب وګرزید آیاطالبانو ورلډټریډ سنټرپیژاندۍ اوس هم که طالبان ایران غوندی دمملکت مرکزی قدرت په لاس کی وانخلی مفسدین له منځه یونسی اوله پردو لاس وانخلی اوسیاست مسلمانو یماندار سیاست مدارانو ته ونه سپاری ډیرژربه قد رت دملحدینوپه لاس ور سی ولی چه ملحدین منظم اوخارجی کفارملګری لری بیرته هیڅ هم… نور لوستل »
ښه وخت .
د طالیبانو خبری ځکه اوږدی شوی،چه قصابان ډیر دی او سوله هم لکه چه په مرداریدو ده،
ځکه چه غټ قصاب خو پاکستان دی.او پاکستان هیڅ وخت افغانستان کی سوله نه غواړی.او طالیبان (واړه قصابان)د سوله واک نه لری،الله ج د خیر وکړی،
طالبانو ته سوله ډیر اهیمت لری ، د اسلام نوم او ماهیت سوله ده که اسلامی عدالت پلی شوی څوک به د چا حق نه شی خوړلی نو جنګ او دعوی به له کومه شی طالبان سوله ته تر جنګ ډیر خوشبینه دی . خو که د کابل د غلامانو او بادارانو ماغزه اوس هم سم شوی نه وی د طالبانو ګوذارنو ته اړه لری، طالبان هم تر ژوند مرګ ته ترجیح ورکوی چه د الله ج سره مخامخ شی په بل عبارت، طالبان به جنګ کی یو اصلی او بل ضمنی هدف لری اصلی هدف یی د الله ج… نور لوستل »