افغانستان

اتمر: اشرف غني د ملت او ملي مشرانو سپکاوی وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر ویلي چې ولسمشر اشرف غني د ملت او ملي مشرانو سپکاوی کړی دی.

نوموړي نن د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کونړ کې د ولسمشر اشرف غني وینا تبلیغاتي بللې او زیاته کړې يې ده چې هغه د ملي تاریخ څخه سطحي برداشت او ناسم درک لري، «زموږ د تاریخ سترو او ویاړلو مشرانو ته یې سپکاوی کړی دي».

نوموړي ویلي چې د ولسمشر په ګډون هیڅ څوک حق نه لري چې ورته څرګندونې وکړي.

اتمر په خپلې خبرپاڼې کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه هم دفاع کړې ده او هغه یې ملي زعیم بللی دی.

«جلالتماب حامد کرزی، زموږ د ستر ملت د یوې ملي اجماع او لویې جرګې په ترڅ کې د لنډمهالې او انتقالي ادارې د مشر او ورپسې د لومړنیو ازادو، عادلانه او با اعتباره ټاکنو له لارې د افغانستان د خلکو له خوا د جمهور رییس په توګه و ټاکل شو».

باید وویل شي چې اشرف غني په کونړ کې د وینا پر مهال ویلي وه چې د احمد شاه بابا څخه را نیولې بیا تر اوسه پوري یوازینی ولسمشر دی چې د خلکو په خوښه انتخاب شوی دی.

نوموړي پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په اشاره ویلي وه: «زه خو امریکايي ټانګونو باندي نه یم راغلی، ما کوم امریکايي ټانګ درلود؟».

د یادونې وړ ده چې د اوسني ګډحکومت بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وروسته تر هغه کښېښود کله چې تېر ولسمشریز انتخابات دوه ځله اختلافي شول او بالاخیره د جوړجاړي په ترڅ کې د عبدالله او اشرف غني تر منځ د ملي وحدت په نامه حکومت را منځته شو.

حنیف اتمر هم ددغه حکومت برخه او د ملي امنیت لپاره د ولسمشر سلاکار وو، خو نوموړي په دې وروستیو کې د ولسمشر اشرف غني سره د اختلاف په بهانه له خپلې دندې استعفا ورکړه او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان کاندید کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا چی بی شرفه غنی د الله(ج) ، د رسول الله(ص) ، د اسلام د شعائرو او د ټولو موئمنو افغانانو سپکاوی ئی کاوه څه خبره نه وه .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x