د محقق له لوري د ولسمشر مرستیال ویاند ته توهینوونکی ځواب – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د اجرائیه رياست دوهم مرستیال محقق تېره ورځ پر حکومت نیوکه کړې وه او ویلي وه حکومت ټوله هڅه وکړه چې د عبدالعلي مزاري په یاد کې د غونډې مخنیوی وکړي خو تر ناکامېدو وروسته پر یادې غونډې برید وشو چې له امله یې له یوه اړخه د حکومت کمزوري څرګنده شوه او له بله اړخه دا شک هم پر خپل ځای دی چې د ورته بریدونو په همغږي کولو کې دي حکومت لاس ولري.

د نوموړي په ځواب کې د ولسمشر د دفتر معاون او ویاند هارون چخانسوري پر محقق کلکه نیوکه کړې وه او ویلي وه چې د نوموړي څرګندونې د افغانستان امنیتي ځواکونو، نظام او خلکو ته سپکاوی دی او غوښتنه یې کړې وه چې د خپلو ادعاګانو لپاره دي ثبوت وړاندي کړي.

بل لوري ته د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د محقق څخه غوښتنه کړې وه چې په موسکو کې به یې د عباس ستانکزي څخه پوښتنه کول چې مزاري يې ولي وواژه:

په هغه ویډیو کلیپ کې چې پر ټولنیزو پاڼو نشر شوی، محقق نوموړي ته ځواب ورکړی او هغه یې د نجاست بوجی بللی دی.

نوموړي د خلکو په قهقهو او خنداګانو په منځ کې وویل: د ریاست جمهوري مرستیال ویاند زما څخه غوښتنه کړې چې دا موضوع به مي په موسکو کې د طالب مشر ستانکزی سره یادوله، چې ولي يې مزاري وواژه، نو په ځواب کې وایم، مونږ خو د طالب سره ۲۵ کاله جګړه وکړه، د زړه ټول خروښونه مو سره وایستل، مونږ هغوی ووژل، دوی مونږ ووژلو، جګړه هم مونږ کړې وه او سوله به هم مونږ کوو، ته څوک او له کومې خوا راغلې..

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

دښاغلي محقق خبری می واوریدې ریښتیایې هم زماپه زړه پورې ځواب ورکړی وو

داشرف غني ټیم په ټول توان کوشش کوي ترڅو داهیواد سره وویشي اودافغانانوترمنځ د روغې جوړې مخنیوی وکړي چي ددې تقریبا پنځه ویشت کاله مخکني انځورخپزول یې هم په دې معنی دی چي غواړي یوځل بیا دقومونوترمنځ بدبینۍ راپیداکړي
خو لکه څنګه چي نن شاغلي محقق سپک کړل داسې به ان شاء الله سباته دټول ملت په مخ کې تورمخ اوشرمنده ولاړوي
افغانان به سره غیږ په غیږ وي او دد ښمنانو دسیسې به یی شنډې وي ان شاء الله

جميل
میلمه
جميل

بياهم آفرين طالبانو ستاسو پر ايمان او سپيڅلی هدف او ستاسو پر محمدی نيکو اخلاقو باندی چی په يوه ناسته کی محقق غوندی دښمن سموی او نورهم ځانته اعتبار ګټی .
په رشتيا چی په تاسو کی کرکه ، کينه او نفرت نشته او د خپل خالق د رضا لپاره مو نفس قابو کړی او هر تسليمی او منونکی ته مو په غيږ کی ځای ورکړی ، کنه د غيرت او شهامت خو مو اندازه نشته .
که همداسی اوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست . ان شاءالله