ورزش

افغانستان د توپ اچونکو پرمټ ايرلينډ ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ په څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ کې افغانستان لوبډلې د توپ اچونکو پرمټ ايرلينډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او سيريز کې په ۲-۱ وړاندې شو.

د ۲۲۴ منډو هدف په ځواب کې ايرلينډ لوبډلې د مجيب ځدران، افتاب عالم او راشد خان توپ اچونې مخه ونشوه نېولای او ټوله لوبډله يې د ۱۱۴ منډو په جوړولو وسوځېده.

په ياده لوبه کې لومړی افغانستان توپوهنه وکړه، په لومړي سر کې له ستونزو وروسته د اصغر، نبي او راشد په زړه پورې نيم سليزو سره ايرلينډ ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه، اصغر ۵۴، نبي ۶۵ او راشد ۵۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې مجيب الرحمن د تکړه لوبغاړي سټرلينګ او انډي بلبيرني چې په تېره لوبه کې يې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او بريا يې خپله کړې وه- په لومړي سر کې ويکټې ترلاسه کړې، وروسته افتاب عالم او راشد ۴ او ۲ ويکټې واخيستې، چې په همدې ډول يې ايرلينډ لوبډله په ۱۱۴ منډو وسوځوله او د ۱۰۹ منډو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

ياده دې وي چې تېره لوبه کې ايرلينډ لړبډلې د افغانستان ۲۵۸ منډې هدف بشپړ کړی و، خو د افغان توپ اچونکو لخوا په زړه پورې بېرته راتګ وشو او ايرلينډ ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ او پنځمه سيالۍ به د راتلونکې يکشنبې په ورځ ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx