افغانستان

حکمتیار د طالبانو او امریکایانو پر مذاکراتو نیوکې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي دي چې د افغانستان حکومت په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو په اړه بشپړ معلومات نه لري. او پر روانو مذاکراتو یې یو لړ نیوکې هم کړي دي.

حکمتیار ویلي چې څرګنده نه ده په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ په ځانګړې توګه پر څه شي بحثونه روان دي، خو که امریکا د طالبانو څخه د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه استعمال تضمین غواړي، نو دا سمه خبره نه ده، ځکه چې دا به په دې معنی وي چې حکومت او ادارې یې عملا طالبانو ته سپارل شوي دي او هغوی پر هیواد واکمن دي.

نوموړي ویلي که چیرې امریکا د طالبانو څخه وغواړي چې د القاعده او نورو «تروریستي» ډلو سره اړیکې پرې کړي، نو دا تر یوه حده معقوله ده، خو دا چې د هغوی څخه تضمین اخیستل کیږي، دا سمه نه ده، باید د طالبانو سره مطرح نه شي.

نوموړي همداراز نیوکه کړې چې نه باید د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع د یوې خاصې ډلې سره مطرح شي، بلکې دا موضوع په ټولو افغانانو پوري اړه لري، «حزب اسلامي تر طالبانو مخکې د بهرنیو ځواکونو وتلو غوښتنه کړې وه، ځکه نو ښه به وي چې داسي مسایل د ټولو افغانانو د تمثیل کوونکي حکومت سره مطرح شي».

د حکمتیار د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې همدا راز په دوحه کې روان مذاکرات ښه پرمختګ بلل شوی او د ښو پایلو هیله هم ځیني څرګنده شوې ده.

حکمتیار ویلي، د سولې لپاره هره هڅه ستايي ، ځکه سوله یوه اړتیا ده او امریکایانو هم بالاخیره دا احساس کړی چې د جګړې له لارې خپلو اهدافو ته نشي رسیدای.

نوموړي ویلي چې د امریکايي چارواکو د څرګندونو څخه ښکاري چې نور جګړه د هغوی لپاره ممکنه او ګټوره نه ده، اوس غواړي چې خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي، خو په دوحه کې د روانو مذکراتو په اړه حکومت بشپړ معلومات نه لري، او د پایلو څخه یې وېره لري، او هغه څه چې په دوحه کې باندي بحث روان دی، داسي څرګندیږي چې هر څه ډېر شفاف نه دي.

هغه ویلي چې سوله یوازي هغه وخت ممکنه ده چې طالبان تر ټولو مخکې پر اوربند ، بین الافغاني مذاکرات او انتخاباتو باندي توافق وکړي، طالبان باید د نورو لارو څخه قدرت ته رسیدل تحریم کړي او اطمینان ورکړي چې راتلونکی حکومت به منتخب حکومت وي.

باید وویل شي چې له تیرو ۱۲ ورځو راهیسي طالبان او امریکایانو د کاري ټیمونو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد د نه استخدام په اړه مذاکرات روان دي.

بشپړه خبرپاڼه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

قاتل ګلبدین هم ځان د ملت په باره کښی زړه سونده ښکاره کوی اما همدی ګلبدین قاتل سره د جمعیت قاتل ، دوحدت قاتل ، د دوستم قاتل او سیاف قاتل ګروپونو دکابل ښاریان په راکټونو او مرمیو شهیدان کړل او کابل ئي کنډواله کړ ، دی قاتلانو د کمونستی قاتلانو څخه کم ملت ندی تباه کړۍ ! ګلبدینه تاسی د همدی آی ایس آی او سی آی اي غلامان یاستۍ لکه کمونستان د کی جی بی غلامان وو او اوس هم دی او اوس دوی غواړی چی د کمونست اتمر په وسیله ځانونه بیا د تاسو سره رسمی د… نور لوستل »

لونګ

په جوماتونو او د خلکو ګڼه ګوڼه کی خو تاسی انتحار کوی بیا قاتل نورو ته وایی. الله د خوار کړه پدی عقل او فکر ځان ته دوکتور هم وایی چیری بدی دری میاشتی کورس ویلی وي داکتر هم نه دوکتور. بیسواده.

دوکتور غروال

په جوماتونو او د خلکو ګڼه ګوڼه کښي همدی قاتلانو ګلبدینیانو او طالبانو ( چی دواړه د سی آی اي او آی ایس آی #### دی ) او تاسی د قاتلانو کوکریه او قاتله بیا هم جرأت کوی چی د تاسو قتلونو باندی خاوری اچول غواړی یو قاتل او د قاتل کوکرۍ چی ماته بی سواده خطاب کوی دا د ما لپاره ویاړنه دی ! داچی د ستا قاتل انجنیر ندی او نه ددی لیاقت او استعداد لری اما بیا هم تاسی کوکریان نوموړی ته د انجنیر چیغی وهۍ او د نورو خلکو واقعی لوړو تحصیلاتو ته په سپک نظر… نور لوستل »

ست مجاهد

وایی : ښخی د کور کوی کار نارینه نور کوی کار ګلبدین او د کابل نوره غلامان خو به هغو افغانی ښځو کی هم نه شمیرل کیږی کوم چه مجاهدی او د مجاهدو میندی او خویندی دی هغوی د خپلو ورونو سره څنګ په څنګ مجاهدینو ته ډوډی پخوی ، او د کورنی نوری چاری ترسره کوی . د کابل غلامان به دغو مجاهدو میرمنو کی هم نه راځی . غلامان د امریکایانو د لاس ناولتیا وو ته ناست نوره غلامی خو یی پریږده په غلامی کی غلامی یی دا ده چه د غلامی تړون په لاسلیکولو کی یی اشغلګرو… نور لوستل »

غمی.پښتین

ښه وخت،
یوه وخت فقیر اباد کی د ګلبدین لوبیا څټله.کله چه لندن ته په تیښته کی کامیاب او دجال انګریز ته پناه وروړله،لوبیا د په غوښه بدله شوه.،نو اوس د په خپل بادار پسی تبصری شروع کړی.
د ګلبدین یو صفت دا چه انګریز ته پناه نه وروړی.

جميل

پر دی سړی بيخی ډير شيان ليکل کيدای سی خصوصاََ بيا اوس چی د ډيرو شيانو څخه محرومه دی ، دی مه ږغوی دی کُجاوی وايی .

لونګ

ټر ډیره حده حکمتیار ریښتیا خبره کړې. ګوری اسلام خپرول، دعوت، او ارشاد بیا به دا هم مونږه له خپلو سرحداتو هاخوا نشو رسولای. څنګه کیدای شی چی مونږه د خپلی خاوری دعوای ونکړو. پاکستان زمونږه خاوره لاندی کړی او اوس ګوری چی له طالبانو څخه سند تر لاسه کوی. طالبان دی هوښیار ووسی چی د افغانستان خاوره په شرق او غرب کی لاندی شوې او د دی خاوری لاس ته راوړل نباید پدی معنی وی چی زمونږ خاوره د نورو په ضد نه استعمالیږی. . کچیری طالبان واقعآ افغانان وی بیا دی په ډاګه ووایی چی زمونږ خاوره چی… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

ګل بی دین(ګلبدین)!
ته خو یو سادیست یی. ته دکابل د مظلومو خلګو د پاره راکټونه ټولوه.ستا قاتل یی د سولی سره څه؟

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x