اشرف غني رښتیا هم په ټانګ سپور نه دی راغلی، اما . . .

حسان شلګری

اشرف غني چې آبله ورځ کونړ ته دغلا سفر کړی و، نو هلته یې د خپلو څو تنو چاپلوسانو، چکچکمارانو او درباري اردلیانو په جم کې دا غوره ووهله چې زه خو د امریکا په ټانګ سپور نه یم راغلی . . .  مطلب دا چې زه آزاد او مستقل پاچا یم او د امریکا ګوډاګی نه یم.

اشرف غني دا خبره سمه وکړه چې د امریکا په ټانګ سپور نه دی راغلی، خو د غلامۍ معنی یوازې  په ټانګ سپریدل نه دي، اشرف غني دومره دروندنه دی چې د راوړلو لپاره یې امریکایي ټانګ ت ضرورت شي، بلکې غني هغه سپک سپاند غربزده جاسوس او سګشوی دی چې د امریکایي یرغل توپان د خاشاک غوندې له غربه را په هوا کړ او کابل کې یې وغورځاوه.

اصلي خبره او تاریخي حقیقت دادی چې اشغالګر یوازې خپل لومړنی ګوډاګی په ټانګ سپور راولي، کله چې اشغال نوی وي او ګوډاګي هم تازه په تازه د برده ګۍ پړۍ په غاړه کړی وي، نو له خپل پخواني شرافت او مناعت نه یو څه وزن ورپاته وي، نو ځکه یې د راوړلو لپاره ټانګ ته ضرورت پیښیږي. له همدې امله خو انګریزانو شاشجاع او روسانو کارمل په ټانګ سپاره راوستل. امریکایانو هم کرزی له جیکب اباد نه په څرخکه کې او بیا له شاولیکوټه کندهار ته په ټانګ کې انتقال کړ.

خو د اشغال په اوږدیدو سره ګوډاګیان هم خپل اولنی وزن بایلي، تر دې چې وروسته دې ته ضرورت نه وي چې په ټانګ کې له یوه ځایه بل ته انتقال شي. بلکې د اشغالګرو یو پوکی یې د خاشې غوندې په هوا کوي او هر خوا یې الوځولی شي.

اشرف غني چې موږ پیژنو یوازې تولد یې د افغانستان په خاوره شوی، په ماشومتوب کې امریکا ته تللی، په امریکایي کورنۍ کې رالوی شوی، امریکایي اخلاق یې د شخصیت په رګ رګ کې ننوتلي، همالته یې زده کړې کړي، د هماغه ځای په اکسیجن پاییدلی، د امریکایي موادو له تغذیې یې جسد بوټیدلی، او ټول فزیکي او معنوي ساختمان یې له امریکایي موادو جوړ شوی دی.

افغانستان ته د امریکا له راتګ وړاندې اشرف غني یو سوچه امریکنی و، له خپلې عیسوۍ ښځې او امریکایي اولادونو سره د لاس انجلس په بیجونو کې رغښت او افغانستان یې حتی په یاد هم نه و.

خو کله چې جورج بوش په افغانستان برید وکړ او دلته امریکایي ترجمانانو، ګوډاګیانو، جاسوسانو، مشاورینو او نورو محروقاتو ته ضرورت شو، نو د زرګونو نورو غرب زده فراریانو په ډل کې یې اشرف غني هم افغانستان ته راولیږه. دا چې امریکایان او نور غربیان په افغانستان کې د هم خاصیته جاسوسانو او ترجمانانو له کمښت سره مخ و، نو دوی په لومړیو کې اکثره د هغو غرب زده افغانانو اولادونه له ځان سره د ترجمانانو په حیث مقرر کړل چې کورونه یې په غرب کې ول او له روانې انګلیسي سره یې ګنګوړه پښتو هم زده وه.

ستاسو به یاد وي چې په کندهار کې له کاناډایانو سره اکثره ترجمانان له کاناډا راغلي د هغو افغانانو زامن و چې اوس په کاناډا کې اوسي. د دغو پردي شویو افغانانو یوازې نومونه افغاني وو نور یې اخلاق، تعهد، فکر او هر څه غربي مسیحي وو. نو اشرف غني هم د همدې خلکو په جم کې افغانستان ته راغلی دی، دلته یې د جان کیري په امضاء د ارګ څوکۍ ترلاسه کړې او اوس په کونړ کې ولاړ، احمد شاه بابا ننګوي او یا د امریکا له غړوندي د ازادۍ غرتې ولي.

زه خو وایم اشرف غلام پریږدئ چې وډوزیږي، خو لعنت دې په هغو چاپلوسانو او اردلیانو وي چې دغه شرمیدلي غلام ته چکچکې وهي. دوی باید پوه شي چې دا وطن به مؤقت د شاشجاع او اشرف غني غوندې د بې حیاء ګوډاګیانو لاس ته لویدلی وي، خو دتل لپاره هیڅکله دا وطن د پردیو جاسوسانو ځای نه دی. اشرف غني که د غرب صلیب نښانه هدیرې ته ځان ژوندی ونه یوست نو ضرور به د شاشجاع او کارمل غوندې په داسې مرګ مري چې بیا به یې قبر هم نادرکه وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د