افغانستان

ننګرهار: نامعلومو وسله والو په جومات کې مؤذن وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷):د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو يو تن مؤذن د جومات په داخل کې اذان ته د تيارۍ په حالت کې وژلی دی.

د حاجي نور محمد په نامه ياد مؤذن چې په سرکاتب يې شهرت درلود د جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند انګور باغ سيمه کې د الفتح جامع جومات مؤذن و.

نوموړي له تيرو څو کلونو راهيسې د ياد جومات د مؤذن او خادم په توګه فعاليت کاوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې نوموړی تير ماخستن په داسې حال کې وژل شوی دی چې د ماخستن د اذان له پاره د تياري په حالت کې و چې د دوو تنو وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې او وسله وال له پيښې وروسته له سيمې څخه وتښتېدل.

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې تر دې وړاندې هم وخت ناوخته په هدفي وژنو کې ديني عالمان او نور خلک په نښه شوي دي چې پړه يې داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستې ده.

د سيمې اوسېدونکو د ياد مؤذن په وژنه خواشيني ښودلې ده او ويلي يې دي چې د ننګرهار امنيتي چارواکي ددې ولايت په امنيت کې پاتې راغلي دي او په دې ولايت کې د هدفي وژنو مسؤليت د حکومت په غاړه دی.

د ننګرهار امنيتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ښه وخت،
دا وژنی د طالیب،داعش دولت ،او امریکا په هماهنګی سره تر سره کیږی،هدف یو دی .وژنه،ترور.
که داسی نه وی ،نو ولی سوله نه راځی؟د دین جنګ هم نه دی،که د دین لپاره جنګ وای ولی موذن هدف ګرځی؟

غوربندي

ياره غمی خانه بيخي په څټ او څلورو روان يې،،،

غ.حضرت

دې ته وائي پاک مؤمن.

منتقم منګل

نا معلوم نه د معلومو کسانو له خوا وژل شویدی چی عبارت لا اشعالګرو بلیک واټر څحه په مستقیم یا غیری مستقیم ډول.
افغان ولس ټول پدی پوهیږی چی په افغانستان کی د هری بدبحتی او فتنی منبع اشعال دی باید زرترزره له منځه یووړل شی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x