ننګرهار: طالبانو اربکی قومندان او د هغه مرستیال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د اربکيانو د يو قومندان او د هغه د مرستيال په ګډون پنځو تنو اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پيښه تير ماښام د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په قطرغي سيمه کې رامنځته شوې ده چې په نتيجه کې يې د اربکيانو قومندان ضياء الحق او د هغه مرستيال سلطان ولي وژل شوي او درې تنه نور اربکيان ټپيان شوي دي.

طالبانو ويلي دي چې يادو اربکيانو يو تکتيکي انفجار کړی دی چې ضياء الحق او مرستيال يې ځای په ځای وژل شوي دي او درې تنه نور اربکيان ټپيان شوي دي.

د اربکيانو ياد قومندان چې د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې يې دنده ترسره کوله تر دې وړاندې ورڅخه سيمه ييزو خلکو شکايتونه کړي وو او ويلي يې وو چې نوموړی د سيمې خلک د طالبانو په نامه ځوروي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

که له امریکا سره د اړیکو په تور د چا مرګ روا کیږې نو دا اړیکي نن صبا تر هر چا پخپله د طالبانو له امریکا سره ډیرې، مرموزي او د نوي پټو او ښکاره تړونونو پر اساس دې، نو پکار داده چې د طالب مرګ هم روا شې او کنه نو دا خو هغه خبره شوه چې تاته حرام او ماته حلال

ایمل
میلمه
ایمل

د خدای ظالمانو نو اربکې کافر دی که مرتد دی چی طالبان یی وژڼي؟