افغانستان

فراه؛ د غني له رسېدو سره سم پر هوايي ډګر برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): فراه ته د اشرف غني له رسېدو سره سم د دې ولایت پر مرکز توغندیز برید شوی دی.

غني د یو پلاوي په ملتیا دې ولایت ته نن سفر وکړ، چې ټاکل شوې هلته به هم د کونړ او ننګرهار په څېر د یو روغتون پرانیسته هم وکړي.

د هغه له رسېدو سره سم، د فرا پر هوايي ډګر توغندیز برید شوی، چې مسؤلیت يې طالبانو منلی دی.

طالبانو د برید پخلی کړی، خو د جزییاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

قاري یوسف احمد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د برید جزییات به وروسته شریک کړي.

د فراه ځايي چارواکو تر اوسه د پېښې د تلفاتو په تړاو څه نه دي ويلي.

غني ظاهراً د ځينو پخوانیو پروژو د بیا پرانیستي په پلمه ولایتي سفرونه پیل کړي، چې ټاکنیز کمپاین هم بلل کېږي.

هغه تېره اوونۍ کونړ ته لاړ، چې ولسي مخورو ورسره د نه لیدلو له امله ګیله وکړه او په یوه کوچنۍ غونډه کې د ملي مشرانو په اړه د غني څرګندونو توند غبرګونونه را وپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x