ارشیف

ګډو ځواکونو یوه شپه کې ننګرهار، وردګ او غزني کې ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): امریکايي عسکرو په تيره يوه شپه کې په ننګرهار، ميدان وردګ او غزني ولایتونو کې د ولسي وګړو په کورونو چاپو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده او څلور نور يې له ځان سره بېولي دي.

طالبان وايي چې امريکايي عسکرو تيره شپه د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په ناصر خېلو سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي او بمبار یې کړی دی چې په نتيجه کې يې د ډاکټر نظر ګل په نامه د يو ولسي وګړي کور بمبار کړی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۱۳ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چاپې په پيل کې د تير په څېر امريکايي ځواکونو د ولسي وګړو د کورونو دروازې ماتې کړې اود تالاشۍ په پلمه يې د خلکو قيمتي سامانونه لوټ کړي او خلک يې وهلي دي.

همدا راز د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي درې په حسن خيلو، جوی زرين او دولت خېلو کليو کې هم د ولسي وګړو په کورونو باندې د بهرنيو او کورنيو عسکرو چاپې وهلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۷ تنه ولسي وګړي وژلي دي.
د سيد اباد په چاپه کې يو جومات، يو کلينيک او د ولسي وګړو څو کورونه هم ويجاړ شوي دی.

بل لور ته د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ په اضغر او دوکوهي کليو باندې هم ګډو ځواکونو چاپې وهلي دي چې په کې د نږدې شلو کورونو دروزاې او د ولسي وګړو ګڼ موټر او وسايط له منځه لاړ دي، همدا راز په دې چاپه کې ګډو ځواکونو ۴ تنه ولسي وګړي هم له ځان سره بېولي دي.

ددې سربيره د شلګر ولسوالۍ په چهارديوال سيمه کې هم د ګډو ځواکونو له لوري د يو جومات په ګډون د ولسي وګړو ۱۳ کورونو نړول شوي دي او د کورونو سامانونه يې لوټ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د امنيتي تړون د لاسليک او ګډو حکومت د رامنځته کېدو وروسته په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو له لوري چاپې او بمبارۍ په بې سارې توګه زياتې شوي دي چې ورځ تربلې ډېرېږي او دا لاړۍ همداسې دوام کوي چې په نتيجه کې يې د ملکي وګړو تلفات هم زيات شوي دي خو حکومت يې په اړه چپه خوله دی.

وړمه شپه هم د ننګرهار ولايت په شيرزادو او لغمان د بادپښ په ګړوچ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ډرون بريدونو او چاپو په نتيجه کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د