نړۍ

اسرائيلي جنګي الوتکو غزه کې د حماس مرکزونه بمبار کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کې  د حماس جهادي غورځنګ پر مرکزونو بمبار کړی دی.

اسرائيلي چارواکي وايي، چې د غزې له لوري يې پر اسرائيلو د توغنديز بريد په ځواب کې د حماس مرکزونه په نښه کړي دي.

د  اسرائیلو دفاع وزارت وايي، زرګونو اسرائيلي کورنيو تېره شپه د هغو توغندیو غږونه اورېدلي، چې د غزې له لوري پر اسرائيلي سيمو لګېدلي او په غبرګون کې يې د دوی جنګي الوتکو د حماس ګڼ شمېر مرکزونه په نښته کړي دي.

اسرائيلو ويلي، چې د غزې له لوري توغول شوي توغندي په اشکول سيمه کې لګېدلي، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا پېښه مرګ ژوبله هم لري که نه.

اسرائیلي الوتکو په داسې حال کې غزه بمبار کړې،  چې له تېرو څو ورځو راهيسې د اسرائيلو پولې ته څېرمه زرګونو فلسطينيانو د اسرائيلي ښکېلاک پر ضد لاريونونه پيل کړي او د دغو لاريونونو پر  مهال اسرائيلي عسکرو يو فلسطيني ځوان وژلی او څلوېښت نور يې ټپيان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x